د هوا ککړتيا
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هوا ککړتيا

د روغتيا نړيوال سازمان وايي د هوا ککړتیا د کال اووه ميليون وګړي له وخت مخکې وژني، موږ د هوا ککړتيا په اړه له ډيلي راپور لرو.

د نړۍ لروبر ګڼ شمېر خلک په ورځني ډول د هوا ککړتيا خطرناکې کچې سره مخامخ وي. د روغتيا نړيوال سازمان وايي د هوا ککړتيا د کال له وخت مخکې اوو ميليون مرګونو لامل کېږي. د بي بي سي رياليټي چېک دا راپور د ککړتيا هغې کچې په اړه دی، چې د هند پلازمېنې ډيلي کې د عادي ګرځېدو پر مهال موندل شوې ده.