ګواتیمالا کې: پخوانی سرتیری د ۱۷۱ کسانو وژلو په تور په ۵ زره کاله بند محکوم شو

ګواتیمالا د انځور حقوق JOHAN ORDONEZ/AFP
Image caption د دوس ایریس کلي اوسېدونکي د انصاف په لټه کې.

د مرکزي امریکا ګواتیمالا هېواد یو پخوانی سرتېری د دغه هېواد په کورنۍ جګړه کې د ټولوژنې په تور محکمې په ۵۰۰۰ کاله بند محکوم کړی.

په ۱۹۸۲ کې د 'دوس ایریس ' کلي کې له ۲۰۰ ډېر خلک ووژل شول چې د ګواتیمالا د ۳۶ کلنې جګړې یوه تر ټولو بده پېښه وه.

په دغه کلي کې کابو ۱۷۱ کسان د 'سنتوس لوپیز ' په نامه یوه سرتیري وژلي وو.

دی د کایبیلیس په نامه یوې ډلې غړی و چې د امریکا له لوري روزل شوي وو او له کیڼ اړخه توندلارو سره یې د ترهرګرۍ ضد جګړې کې برخه اخیستله.

لوپز ته د هر کلیوال د وژلو په بدل کې ۳۰ کال بند واورول شو.

خو د ګواتیمالا د قانون له مخې یو کس په زندان کې تر ۵۰ کلونو ډېر وخت نشي تېرولی.

د کلي د خلکو پر خلاف عملیات

د ۱۹۸۲ کال د ډسمبر پر ۶مه د ګواتیمالا د پوځ ځانګړي ځواکونه د دې هېواد شمال کې یوه کلي باندې برید وکړ.

دوی په دې ګومان وو چې دغه کلي له هغو کیڼ اړخو چریکانو سره خواخوږي درلوده چې دوه میاشتې مخکې یې د پوځ پر یوه ګزمه برید کړی و او ۲۱ پوځیان یې وژلي وو.

که څه هم د پوځیانو له لوري د کلي له لټول کېدو وروسته هېڅ وسله په لاس ورنغله چې په برید کې کارول شوې وي، خو بیا هم پوځیانو کلیوال ووژل.

د څو ورځو په اوږدو کې پوځیانو سلګونه نارینه، ښځې او ماشومان په ډبولو او مرمیو ووژل. دوی ډېری مړي په څاګانو کې پټ کړل.

له ګوتو په شمار ژغورل کېدوونکو یو یې درې کلن اوسکار و چې یوه پوځي وتښتاوه او مور او پلار یې وروزه او لوی یې کړ.

هغه څارنوال چې د دغه ټولوژنې څېړنه یې کوله د ۲۰۱۷ کال ډاکمنټرۍ موضوع (د اوسکار موندل) جوړولو ته یې هم انګېزه ورکړه.

د سانتوس لوپیز سربېره پنځه نور سرتیري هم د دوس ایریس کلي په وژنو کې تورن دي.

د ګواتیمالا کورنۍ جګړه:

  • د ګواتیمالا کورنۍ جګړه د ۱۹۶۰ تر ۱۹۹۶ کابو ۳۶ کاله اوږده وه.
  • په دغه جګړه کې مایان توکمي کیڼ اړخي وسله وال مخالفین د حکومت پر خلاف جنګېدل
  • د ګواتیمالا حکومت د امریکا په مرسته د دغه وسله والو چریکانو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړ
  • له ۲۰ زرو ډېر ځایي مایان توکمه ملکیان یا ووژل شول او یا هم بې درکه شول