د خاشقجي قضیه؛ سعودي: د ولیعهد لرې کول موږ ته سره کرښه ده

د انځور حقوق AFP

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له بي بي سي سره خبرو کې د جمال خاشقجي وژلو کې د خپل ورور او ولیعهد محمد بن سلمان لاس لرل بیا رد کړل.

عادل جبیر له دندې د محمد بن سلمان لرې کول د سعودي د حکومت له سرې کرښې اوښتل وبلل او زیاته یې کړه، چې ریاض به داسې ونه کړي.

هغه دا ژمنه هم وکړه، چې کوم کسان د جمال خاشقجي وژلو کې لاس لري سزا به ور کړي.

جمال خاشقجي د اکتوبر په دویمه د ترکیې استانبول کې د ریاض کونسلګرۍ ته ننوتلو سره ورک شو.

* د افغان- شوروي جګړې خبریال جمال خاشقجي څومره پېژنئ؟

* "ترک چارواکي: جمال خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې وژل شوی"

د سعودي د بهرنيو چارو وزير بي بي سره په ځانگړې مرکه کې د خاشقچي له قضيې سره د ترکيې پر چلند هم نيوکې وکړې او وې ويل چې د ثبوت په وړاندې کولو کې پاتې راغلى.

" موږ ته ثبوت را وښېئ. ثبوت را وښېئ. که ترکيه ثبوت لري نو لطفا" يې را په گوته کړئ. ټولې هغه خبرې چې موږ اورو دا دي چې افشا شوي مالومات. موږ ته ثبوت را وښېئ ، بيا موږ خبرې کوو. خو وليعهد په دې کې نه دى ښکېل. موږ په ډېره څرگنده دا ويلي. دا نو بيا سره کرښه ده چې وگړي زموږ د مشرانو د لېرې کولو او يا د هغوى پر ځاى د نورو کسانو د گومارلو غږ کوي. دا احمقانه او په سعودي عربستان کې د نه منلو دي او هېڅ سعودي وگړى به يې و نه زغمي."

نوموړي له ترکیې وغوښتل چې د دې دوسیې په هکله د جزیاتو له درزېدو ډډه وکړي.

له ټرمپ د کانګرېس غوښتنه

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له څرګندونو یوه ورځ مخکې د امریکا کانګرېس له خپل حکومت وغوښتل چې له پلټنو بشپړېدو سره دې وښيي چې محمد بن سلمان د خبریال او د سعودي پر حکومت نیوکګر جمال خاشقجي په وژلو کې لاس لري که نه.

جمهوریپال سناتور کور کر او ډیموکراټ سناتور باب مننډز له سپینې ماڼۍ رسمي غوښتنه کړې چې د جمال خاشقجي وژلو کې د محمد بن سلمان د ممکنه لاس لرلو پلټنه وکړي.

دا غوښتنه د ماګنیتسکي قانون له مخې شوې او د امریکا ولسمشر اړ کوي چې ۱۲۰ ورځو کې روښانه کړي، محمد بن سلمان دې وژنه کې لاس لري او که نه.

* د جمال خاشقجي کوژدنې د ولسمشر ټرمپ بلنه رد کړې

* جمال خاشقجي؛ سعودي یې وژل اوس لویه تېروتنه بولي

عادل جبیر د بي بي سي نړیوالې څانګې له نامتو خبریالانو سره مرکه کې د جمال خاشقجي د وژلو په تړوا څه پټول رد کړل:

" سعودي عربستان کې زموږ مشرتابه سره کرښه ده. د حرمين او شريفين خادم او وليعهد يوه سره کرښه ده. هغوى د هر سعودي وگړي استازيتوب کوي او د سعودي هر وگړى د هغوى استازيتوب کوي. موږ به هېڅ هغه بحث يا داسې کوم بل څه ونه زغمو چې زموږ پاچا او يا وليعهد لپاره سپکونکى وي".

نوموړي یو ځل بیا وویل، ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجی وژلو کې لاس نه لري:

"موږ دا پوره روښانه کړې. لا هم پلټنې روانې دي او دې مسله کې ښکېلو کسانو ته به سزا ور کړل شي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خاشقجي امریکا کې له تېر کال راهیسې اوسېده او واشنګټن پوسټ ته یې لیکنې کولې.

امریکايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د څارګرې ادارې سي ای اي ارزونې ښيي چې د ښاغلي خاشقجي وژل یوازې د سعودي د ولیعهد په امر شوني و.

خو ښاغلی جبیر دا رپوټونه ردوي او زیاتوي د سعودي څارګرانو خپل سري عملیات کړي.

په ورته مهال د امریکا ولسمشر له ډېرو نیوکو سره مخ دی چې د جمال خاشقجي له وژلو وروسته هم له ریاض سره پر یووالي ساتلو ټینګار کوي.

ډونلډ ټرمپ د تېلو بیې د کمولو له امله له سعودي مننه وکړه.

نوموړي دا بیه کمېدل امریکا او نړۍ کې د مالیو کمولو سره پرتله کړل.

هغه د چارشنبې په ورځ ټوېټر کې ولیکل: خوند واخلئ! ۵۴ ډالر، خو اول ۸۲ ډالر و. له سعودي مننه، خو نور هم باید کم شي.

له سعودي امریکا ته تلل

د انځور حقوق EPA
Image caption جمال خاشقجي له خدیچه چنګېز سره د واده او له پخوانۍ مېرمنې د طلاق اسنادو د بشپړولو لپاره کونسلګرۍ ته تللی و.

پر ۲۰۱۷ کال جمال خاشقجي له سعودي کډه او امریکا کې جلا وطن شو.

نوموړی هلته د امریکا وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته یادښتونه لیکل.

هغه د سپټمبر په کالم کې لیکلي و، چې هغه او څو نور ملګري یې د نیول کېدو له وېرې په خپله خوښه جلا وطن شول.

"کور او کورنۍ مې پرېښودل چې خپل غږ اوچت کړم،‌ که د دې خلاف کار مې کولی له هغو کسانو سره به مې خیانت کړی و چې د زندان تیارو کې پراته دي. زه هغه وخت غږېدی شم چې ډېر نور خوله هم نه شي پرانیستی".

نوموړي پر محمد بن سلمان چې خپل هېواد کې د اقتصادي او ټولنیز سمون پلان لري تور پورې کړ چې په لسګونو کسان یې نیولي دي.

د سعودي پر حکومت یې دا تور هم ولګاوه چې الحیات ورځپاڼه کې یې د ده د کالم پر خپرېدلو بندیز لګولی و او خپلو یو اشاریه اته میلیون څارنو ته له ټوېټ کولو منع شوی و.

په واشنګټن پوسټ کې د خاشقجي وروستۍ لیکنه د سپټمبر پر ۱۱ خپره شوې ده، چې پکې یې یمن کې د سعودي پر ښکېلتیا نیوکې کړې دي.

ورته مطالب