ارزان بیه کور؛ یوازې څلورو ساعتونو کې جوړېږي

کور

هغه ۲۳ کلن ځوان ته ۵۰ زره پاونډه جایزه ورکړل شوې، چې د هر مربع متر لپاره ۵۰ پاونډو په لګښت یې څلورو ساعتونو کې د یوه لرګین کور جوړولو طرح چمتو کړې.

دغه فلپینی ځوان اریل پاټریک فورلالي نومېږي او پلان شوی کور یې له بمبو یا بانس نومي لرګي په څلورو ساعتونو کې چمتو کېږي.

Image caption پر دغسې لومړي کور به ۲۰۱۹ کې کار پیل شي

نوموړي دغه طرح د فلپین مانیلا ښار کې د کورونو لږوالي له کبله د حل په توګه وړاندې کړې. هغه بي بي سي ته وویل:

''دا په خپل ځای یو ګرځنده کور دی او یوازې کور هم نه دی، بلکې له خاورو خځلو د انرژي چمتو کولو وړتیا هم لري.''

د میټریل ساینس انجینرۍ محصل اریل خپله د مانیلا اوسېدونکی دی، چې له ټول ۱۲ میلیونه نفوسه یې څلور میلیونه په جونګړو کې ژوند کوي.

Image caption د دغو کورنو جوړولو هدف په جونګړو کې د کارګرو اوسېدو مخنیوی کول دی

ویل کېږي راتلونکو دریېو کلونو کې به هلته دوه نیمه میلیونه نور کارګر هم ورشي او د مېشت ځایونو موندلو موضوع به نوره هم ورسره پېچلې شي.

Image caption بمبو نومي لرګی په فلیپین کې پریمانه موندل کېږي

د اریل فورلال ارزان بیه کورونو پروژه به د مانیلا یوه برخه کې عملي شي، چې هلته یې د ځمکې یوه ټوټه هم ورته موندلې او نوي کارګر به د اوسېدو لپاره جونګړو ته د تلو پر ځای همدې کورونو کې ځای پر ځای شي.

Image caption د دغسې کور چمتو کولو لګښت خورا کم دی

نوموړي د جایزې پېسې پروژې لپاره ځانګړې کړې، چې د ماهرینو په وینا د نورو ښاري کورنو پرتله ډېر چاپیریال دوست دي او ۳۵ سلنه زیات اکسیجن پکې تولیديږي.

نوموړی وايي، کلي کې یې د خپل پلرني کوره په الهام دغه طرح ډیزاین کړې او په هره هغه سیمه کې داسې کورونه چمتو کېدای شي چې بمبو لرګی ولري.

Image caption ایرل پاټریک فورلالیس وايي هیله من دی، چې د کور جوړولو ارزان بیه طرح به یې د نړۍ نورو ګڼ مېشتو ښارونو کې هم پلي شي.