د حضرت عیسی په هکله د عمران خان پر څرګندونو نیوکې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له دغې وینا وروسته لومړی وزیر بهر ته په سفر تللی او دفتر چارواکو یې په دې تړاو څه نه دي ویلي.

پاکستاني لومړي وزیر عمران خان وړمه ورځ اسلام اباد کې رحمة للعالمین کنفرانس ته وینا کې وویل:

''د الله تعالی نور پیغمبران راغلي دي، خو په بشري تاریخ کې یې نومونه نه شته. ډېر لږ یاد شوي. د حضرت موسی شته، خو تاریخ کې د حضرت عیسی یادونه نه شته. ''

عمران خان په خپله وینا کې د مدینې منورې دولت په هکله غږیده او ضمناٌ یې د حضرت عیسی یادونه وکړه، خو د اوږدې وینا دغه څو ثانیې برخه یې پاکستان کې د تاوده بحث موضوع شوه.

خواله رسنیو کې پر عمران خان له دغې وینا وروسته سختې نیوکې وشوې او ځینو کسانو پرې سخت تورونه پورې کړل.

مبشر لیکلي:

''تاریخ په دوو برخو وېشل کېږي BC یانې قبل المسیح او AD یانې د حضرت عیسی د زېږېدو له نېټې تر ننه او مولویان یې له اسمانه د راکوزېدو انتظار کوي او عمران خان یې بیا په اړه وايي چې تاریخ کې یې یادوونه نه شته. ''

که یوه لور ته د هغه د وینا پر خبرو نیوکې کېږي، بل لور ته ډېر کسان دا پوښتنه کوي، چې عمران خان د داسې حساسې موضوع په اړه شفاهي خبرو پر ځای لیکلې وینا ولې نه کوي.

د انځور حقوق Twitter

اصف چودري لیکلي: ''عمران خان باید سرزوري پرېږدي او لیکلې وینا ولولي. یو داسې نبي چې منونکي یې دا مهال په نړۍ کې تر ټولو ډېر دي، چې په تړاو یې قران کریم کې ایتونه راغلي دي، مسلمانان یې د بیا ظهور انتظار کوي، د داسې نبي یانې حضرت عیسي په هکله وايي، چې تاریخ کې نه دی یاد شوی. ''

طلعت حسین بیا پوښتنه کوي: ''اوس به وګورو، چې د هېواد لومړي وزیر پر یوې بلې تاریخي ادعا حکومتي استازي څه ډول رڼا اچوي. ''

یوهبل کاروونکي بیا لیکلي: ''د عمران خان د څرګندونو له کبله به یهودان خوشحال وي، خو ټوله نړۍ کې به د حضرت عیسي منونکو زړه مات شوی وي، ځکه باید نوموړی باید له دوی د خپلو څرګندونو له کبله بښنه وغواړي. د یوه قشر خوشحالولو لپاره د بل قشر ناراضول هوښیاري نه ده. ''

فیصل رضوان لیکلي: ''ټول مورخین په یوه خوله وايي، چې د حضرت عیسی د ژوند حالت تایید شوي بڼه نه دی خوندي شوی. په هغه بڼه چې نن سبا عیسویت شته، موسس یې د هغه پر ځای سینټ پال بلل کېږي، ښايي عمران خان غوښتل دا خبره وکړي. ''

د انځور حقوق Twitter

خرم ملک وايي: ''لطفاً د اکسفورډ خلک په ځان پورې مه خندوئ. عمران خان خپله وینا کې د 'هغه عیسی چې تاریخ کې یاد شوی ' او 'هغه عیسی چې بایبل کې یادیږي ' پر موضوع خبره کړې. دا یو اکاډیمک او علمي بحث دی. لږ تر لږه د ځان له احمق ثابتولو مخکې انسان ګوګل کې لټون کوي. ''

اړونده مطالب

ورته مطالب