د برتانیا د شهزادګۍ د الماسو تاج چا غلا کړ؟‌

د انځور حقوق Welbeck Estate

‌په برتانیا کې یوې ډلې په الماسو پسولل شوی یو تاج،‌ چې ارزښت یې میلیونونه پونډه ښودل شوی، غلا کړی دی.

دغه ډله توانېدلې ده چې د برتانیا نوټینګهام شیر د ویلبیک کې هغه ځای ته ځانونه ورسوي، چې دغه تاج پکې ساتل کېده.

دوی ښیښه ماته کړې او تاج یې غلا کړی دی.

پولیس وايي، باور یې دا دیچې دغې ډلې ورڅېرمه ځای کې وروسته هغه سوځول شوی موټر پرېښی چې غلا کې یې ګټه ترې اخیستې ده.

دغه تاج په ۱۹۰۲ کال له سرو او سپینو زرو او الماسو جوړ شوی و چې د اتم اډوارډ‌ پاچا د ټاکل کېدو پرمهال یې شهزادګۍ وینفرییډ په پورټلنډ‌ کې پرسر کړي.

د تاج محل دوه منارونه نړېدلي

د ښکلا اتلې وزن پر سر ناندرۍ له امله تاج بېرته وسپاره

پاکستانی افسر له کویتي پلاوي په غلا تورن شوی

د ارزښتناکو توکو یوې متخصصې وېره ښودلې ده چې ګني یادې ډلې به له دغه تاج نه الماس ایستلي وي او په انفرادي ډول به یې پلورلي وي.

د لندن ویکتوریا او البرټ موزیم د قیمتي سینګارتونکو متخصص ریچرډ ادجکومب ویلي، دغه تاج "د برتانیا په تاریخ کې تر ټولو لویه ډالۍ ګڼل کېده."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهرادګۍ وینفریډ له غلا شوي تاج سره یوه پخواني انځور کې

د لیلام بامفورډ جمیز لویس وايي دغه تاج "په داسې وخت کې جوړ شوی چې د هغه وخت د ښکلا ښکارندويي کوي."

د تاج د غلا کېدو پرمهال د الماسو یو قیمتي هار (غاړکۍ) هم ورکه شوې ده چې د تاج د جوړېدو په نېټه کې جوړه شوې ده.

د پورټلنډ د دوک په استوګنځي کې له ۴۰۰ کلونو راهیسې ګڼې نورې قیمتي ټوټې او لوحې هم ساتل کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب