پاکستان د 'لبیک پاکستان یا رسول الله غورځنګ' مشر خادم حسین رضوي نیولی

خادم حسین رضوي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د 'تحریک لبیک پاکستان غورځنګ' معلول مشر خادم حسین رضوي داسې مهال نیول کېږي چې هغه سبا د یکشنبې په ورځ اسلام آباد ته څېرمه په راولپنډۍ ښار کې یوه احتجاجي غونډه رابللې وه.

پاکستاني چارواکو هغه وتلی ملا او سیاسي مشر نیولی چې پلویانو یې تېره میاشت د پاکستان لویو ښارونو کې ددې لپاره ژوند په ټپه ودراوه چې غوښتل یې اسلام ته د سپکاوي قانون سم پلی شي.

خادم حسین رضْوي چې د 'لبیک پاکستان غورځنګ' مشر دی په لاهور کې له خپلې مدرسې بیول شوی.

د هغه پلویانو د سترې محکمې پر هغې پرېکړې اعتراض کاوه چې تر اوږده بند وروسته یې اسلام ته د سپکاوي په تور یوه نیول شوې عیسوۍ مېرمن بېګناه وبلله او د خوشې کېدو لارښوونه یې وکړه.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فؤاد چوهدري ویلي د تحریک لبیک یا رسول الله مشر خادم حسین رضوي ځکه دده په وینا خوندي ځای ته وړل شوی چې د سبا ورځې د اعتراضي غونډې خبره یې بېرته نه وه اخستې نو له همدې امله وپتیل شوه چې هغه ګواکې خوندي ځای کې وساتل شي.

د اطلاعاتو وزیر تېره شپه ناوخته پر ټویټر یوه پيغام کې ویلي د دا ډول یو ګام پورته کول اړین و ځکه دغه تحریک د خلکو سر او مال له زیان سره مخامخ کوي او د مذهب په نامه سیاست کوي.

خادم حسین رضوي څوک دی او پاکستان کې څه روان دي؟

پاکستان کې مظاهرې؛ پوځ لاریونوالو ته ګواښ وکړ

د اسیه بي بي مدافع وکیل له پاکستانه وتلی دی

پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي چې هغه د شپې پرمهال نیول شوی او اوس له امنیتي ځواکونو سره دی.

پر خواله رسنیو هم دا سې ویډیوګانې خپرې شوي چې ویل کیږي د رضوي د نیولو صحنې دي.

په دې ویډیوګانو کې ښودل کېږي چې یو تن چې په 'وېل چیر' ناست له یوه کوره ویستل کېږي او موټر ته پورته کېږي.

معلول مشر

د انځور حقوق EPA
Image caption تېره میاشت کله چې سترې محکمې اسلام ته د سپکاوي په تور یوې عیسوي مېرمنې اسیه بي بي ته برائت ورکړ د تحریک لیک پاکستان پلویان لارو او کوڅو ته راووتل او د پاکستان په اکثرو ښارونو کې ژوند په ټپه ودرېد.

د 'تحریک لبیک پاکستان غورځنګ' معلول مشر خادم حسین رضوي داسې مهال نیول کېږي چې هغه سبا د یکشنبې په ورځ اسلام آباد ته څېرمه په راولپنډۍ ښار کې یوه احتجاجي غونډه رابللې وه.

په خواله رسنیو کې داسې یو وېډیو پیغام هم لاس په لاس کېږي چې ښيي خادم حسین رضوي خلک رابولي چې لارو او سړکونو ته راووځي.

تېره میاشت کله چې سترې محکمې اسلام ته د سپکاوي په تور یوې عیسوي مېرمنې اسیه بي بي ته برائت ورکړ د تحریک لیک پاکستان پلویان لارو او کوڅو ته راووتل او د پاکستان په اکثرو ښارونو کې ژوند په ټپه ودرېد.

پاکستان اسیه بي بي له بند خوشې کړه

وروسته حکومت د غورځنګ له غړو سره خبرې وکړې او د جمعیت علمای اسلام سمیع الحق د مشر مولانا سمیع الحق تر وژل کېدو وروسته یې احتجاج یې پای ته ورساوه.

داسې رپوټونه و چې اسیه بي بي کوم بهرنۍ هېواد ته تلونکې ده چارواکو دا رپوټونه رد کړل، خو نوم یې په هغه لست کې شامل شو چې له هېواده د بهر تللو اجازه نه ورکول کېږي.

د انځور حقوق .
Image caption د جمعیت علماء اسلام سمیع الحق ډله وايي، د پاکستانیو پولیسو او محکمې هغه امر نه مني، چې د پوسټ مارټم لپاره به د مولانا سمیع الحق مړی بېرته راکاږي.

ورته مطالب