پاکستان کې د 'لبیک پاکستان یا رسول الله' د مشرانو نیولو امر

ورځپاڼه لیکي د رضوي د نیولو پرمهال د هغه او پولیس ترمنځ اخ او ډب هم شوی او د هغه پلویانو پر پولیس او ځانګړو ځواکونو د ډبرو ګوزارونه هم کړي دي. د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه لیکي د رضوي د نیولو پرمهال د هغه او پولیس ترمنځ اخ او ډب هم شوی او د هغه پلویانو پر پولیس او ځانګړو ځواکونو د ډبرو ګوزارونه هم کړي دي.

پاکستان 'ټوډې' لیکلي د لبیک پاکستان غورځنګ مشر خادم حسین رضوي او ددغه غورځنګ څو نور مشران د کابینې د پرېکړې پر بنسټ د ځانګړو او نورو ګډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې نیول شوی دی.

دا ورځپاڼه لیکي، د خادم حسین رضوي نیولو عملیاتو د هغو عملیاتو یوه برخه وه چې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې ددغه سخت دریځه مذهبي غورځنګ په وړاندې ترسره شول.

ورځپاڼې د سرچینو په حواله لیکلي رضوی لومړی د پولیس مرکز او بیا یوه نا معلوم ځای ته ولېږدول شو، دغو سرچینو ویلي چې ګواکې رضوي دده د نیول کېدو له پرېکړې خبر و او ګواښ یې کړی و چې په ټول پاکستان کې به دده د نیولو پرضد اعتراضونه وشي.

پاکستان د 'لبیک پاکستان غورځنګ' معلول مشر خادم حسین رضوي نیولی

خادم حسین رضوي څوک دی او پاکستان کې څه روان دي؟

ورځپاڼه لیکي د رضوي د نیولو پرمهال د هغه او پولیس ترمنځ اخ او ډب هم شوی او د هغه پلویانو پر پولیس او ځانګړو ځواکونو د ډبرو ګوزارونه هم کړي دي.

'ایشیا ټایمز' لیکلي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی وايي په دې هېواد کې د سولې لپاره یو بې ساری فرصت شته، خو په کار ده چې سوله باید پراخه او د ټولو ښکېلو خواوو ترمنځ وي.

ټوبي لانزر Toby Lanzer په جنیوا کې خبریالانو ته ویلي، دی اوس ډېر تفصیل نه شي ورکولی خو په راتلونکو ورځو او اونیو کې به د سولې لپاره د پام خبرې کېږي، ده ویلي همغږۍ ته اړتیا شته خو په تېر کې یې دغسې همغږي نه وه لیدلي لکه چې اوس رامنځته شوې ده.

د انځور حقوق Arg
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره له شرط پرته د خبرو لپاره چمتووالی وښودلی

ده ویلي د سولې په هڅو کې هغه مهال پرمختګ وشو او ګنګل ته ورته حالت مات شو چې په تېره فبروۍ میاشت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره له شرط پرته د خبرو لپاره چمتووالی وښود او له هماغه وخته له ښکېلو خواوو او طالبانو سره تماسونه پيل شول چې محدود خو دوام یې درلود.

د 'ارب نیوز' په یوه مطلب کې لیکل شوي چې اوس په افغانستان تر بل هر وخته د سولې لپاره شرایط ډیر برابر دی او سوله یوازینې لار ده چې په رامنځته کېدو سره یې په افغانستان د ابادۍ او پرمختګ چاره شونې ده، دا سوله له ملي، سیمه ییزې او نړیوالې همغږۍ پرته نه شي راتللای.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د دوه لوڼو نُها او رزان یوه ګډه مقاله خپله کړې او په کې یې ویلي پرې به نږدي چې د پلار ډېوه یې مړه شي او دوی ژمنه کوي هغه ارزښتونه به پالي چې پلار یې د هغو لپاره هلې ځلې کولې.

دوی لیکلي تر ټولو سخته شیبه هغه وي چې کله دوی د امریکا په ویرجینیا ایالت کې په خپل کور کې د پلار څوکۍ خالي ویني.

ورته مطالب