"د هند بهرنیو چارو وزیرې د اسلام اباد په بلنه پاکستان ته له تللو انکار وکړ"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سوشما سوراج له پاکستان د بلنې مننه کړې، خو وايي نه ورځي.

هندوستان ټایمز لیکلي د هند د بهرنیو چارو وزیر سوشما سوراج د پاکستان د بهرنیو چارو دوزیر شاه محمود قریشي له بلنې مننه کړې خو ویلي یې دي چې د دغې بلنې په ځواب کې به دوه هندي وزیران پاکستان ته ورشي.

نوموړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې نوې لارې پرانیستو مراسمو ته بلل شوې وه. خو هغې له ورتګ انکار کړی.

دا سرحدي دهلیز د پاکستان او هند په پنجاب ایالتونو کې د سکانو دوه مذهبي ځایونه سره نښلوي.

هندوستان ټایمز لیکي په دواړو هېوادونو کې میشت سکان به له ویزې پرته دغو مذهبي ځایونو ته تللی شي.

خو پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د دې ځمکني دهلیز پرانستل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو اشنا خو مثبت پرمختګ بللی.

ورځپاڼه زیاتوي پاکستان د دې لارې د پرانیستو وړاندیز وکړ او هند دا وړاندیز ومانه چې په پام کې ده د راتلونکې پنجشبنې په ورځ یې په مراسمو کې پرانسته وشي.

د طالبانو د بریدونو مسوول پاکستان

سټیټ مین ورځپاڼه لیکي پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو مسوول دی.

دا ورځپاڼه لیکي هند پر پاکستان تور لګولی چې طالبانو ته په خوندي ځای ورکولو سره دغه هېواد د طالبانو له بریدونو مسوول دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې ملګرو ملتونو کې د هند استازي اکبر الدین د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کې ویلي، پاکستان د طالبانو، حقاني شبکې او نور ډلو ترهګرو ډلو ته خوندي چاپېریال لري.

د محمد بن سلمان پرضد غوښتنه

شرق ورځپاڼې لیکلي یوه ډله تونسي مدفاع وکیلانو یوه قضايي دعوه کړې او غوښتنه یې کړې چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان دې دغه هېواد ته له تګ منع کړل شي.

ورځپاڼه لیکي په پام کې ده محمد بن سلمان سبا تونس ته ورسیږي او د دغې قضايي دعوې ترڅنګ د تونسي فعالانو د هغه د تګ پرضد د لاریون تابیا نیولې ده.

دې ورځپاڼې د تونس د خبریالانو د ټولنې مشر هغه خبره هم را اخیستې چې وايي:

د سعودي ولیعهد دې تونس ته نه راځي ځکه د خبریال جمال خاشقجي غم لا تازه دی.

ترکۍ ورځپاڼې حریت لیکلي د عاید له پلوه د کال غوره پنځه ویشت تلویزیون سریالونو په سر کې د کندې په نوم یوه سریال نیولی چې نږدې نهه پنځوس میلیون لیرې عاید یې درلود.

ورپسې د استانبول ناوې سریال دی چې نږدې یو پنځوس نیم ملیونه لیرې عاید یې لرلی دی.

پیشو او سپي صاردول

میډل ایست ای لیکلي مصر پنبه، طبیعي ګاز او غله نورو هېوادونه صادرول خو اوس یې نورو هېوادونو ته د سپیو او پیشو ګانو پر صادرولو هم پيل کړی.

رپوټ زیاتوي د مصر د کرنې وزارت چارواکو دا ومنله چې یو شمیر هېوادونو ته یې د څلور زره او سل پيشوګانو او سپيو د صادرلو جواز سوداګرو ته ورکړی.

دغو رپوټونو ته په غبرګون کې د څارویو د حقونو فعالانو غبرګون ښودلی او اندیښنې یې ښودلې چې کیدای شي د دغو حیواناتو غوښه وخوړل شي او یا ورسره بدل ناوړه چلن وشي.

دا خپرونه لیکي دا ګام ځکه پورته شوی چې په مصر کې کوڅه ډب سپي او بې څښتنه پیشو ګانو بیخې ډیرې شوې دي.