هندوان د بابري جومات پر ځای مندر جوړولو ته راټول شوي

په وروستیو کلونو کې په هند کې مذهبي بدبینۍ ډېرې شوي دي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption هندو فعالان او مذهبي ډلې د بګوان رام د معبد جوړول غواړي.

په لسګونو زره هندوان چې پکې مذهبي او سیاسي ښي اړخي فعالان راهبان هم ګډون لري هندوانو ته سپېڅلي سیمه ایودهیا کې سره غونډ شوي دي.

دوی هلته د تاریخي بابري جومات پر ځای د مندر جوړول غواړي.

د هند دغه شمالي سیمه له کلونو راهیسې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ لانجمنه نقطه ده.

په ۱۹۹۲ کال کې هلته شپاړلسمه پېړۍ کې جوړ شوی بابري جومات د پارېدلې هندو ډلې له خوا ونړول شو.

په تېرو څو میاشتو کې داسې غوښتنې بیا راټوکېدلي چې پر دغه ځای دې مندر ورغول شي

ولې خلک په ایودهیا کې راټولېږي؟

نن یکشنبه اټکل کېږي چې ۱۰۰ زرو او ۲۰۰ زرو ترمنځ هندوان ایودهیا سیمه کې راټول شي او پر هغه ځای به د مندر د جوړولو غوښتنه وکړي چې یو مهال د شپاړسمې پېړۍ بابري جومات و.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۱۹۹۲ کال کې بابري جومات د قهرجنو هندو ډلو له خوا وران کړای شو.

هندوان په دې باور دي چې د اوتر پردېش په ایالت کې دغه ځای د دوی د یوه بګوان رام د زوکړې ځای دی. خو مسلمانان وايي چې دوی دغلته له نسلونو راهیسې لمونځونه کړي.

په ۱۹۹۲ کال کې هغه مهال د هندو او مسلمانو ټولنو ترمنځ تاوتریخوالی راوټوکېد چې یوې قهرېدلې هندو ډلې بابري جومات ړنګ کړ.

تر هغه وروسته په هند کې پارېدلو لاریونونو کې نژدې ۲۰۰۰ کسان ووژل شول.

خو د دواړو مذهبونو له خوا پر دغه ځمکه د څښتن والۍ ترلاسه کولو تر ډېرو هڅو وروسته، اوس د لومړي وزیر نرېندرا مودي د ملتپال بي جې پي ګوند هڅې ګړندۍ کړي چې پر دغه ځي مندر جوړ کړي.

په هغو کسانو کې چې نن به راټولېږي ښی اړخې سخت دریځې ډلې لکه وشوا هندو پرشاد او شېو سینا هم وي.

سیمه ییزې رسنۍ وايي وار له مخه داسې عکسونه په سیمه کې پر دېوالونو لګول شوي چې د هندوانو بګوان رام جګړې ته روان دی. ویل کېږي دې وضعیت سیمه ییز مسلمانان وېرولي او پلان لري وړاندې تر دې چې ډېرې ډلې سیمې ته راماتې شي دوی ځانونه وباسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په وروستیو کلونو کې په هند کې مذهبي بدبینۍ ډېرې شوي دي.

بابري جومات د ۱۹۹۲ کال د ډسمبر پر شپږمه وران کړل شو. د بابري جومات له ورانولو کابو ۲۶ کلونه تېرېږي، خو تراوسه په دې پېښه کې چا ته سزا نه ده ور کړل شوې.

د هندوانو یوه ډله په دې باور ده، چې په کوم ځای کې بابری جومات ودان شوی، هلته زرګونه کلونه وړاندې د دوی بګوان رام پیدا شوی و، ځکه په هغه ځای کې خورا ښکلی رام مندر جوړول پکار دي.

د دې ځمکې ملکیت اوس له سترې محکمې سره دی او لوی څارنوال تېر کال ویلي وو، ښکېلې خواوې دې د دې مسلې د هوارولو خپلمنځي هڅې وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب