د ایران کرمانشاه کې زلزله؛ سلګونه کسان ژوبل دي

د انځور حقوق Irna
Image caption زلزله کې د ټپي شویو کسانو د ډېرېدو وېره شته.

د ایران د کرمانشاه ولایت په ګډون لوېدیځو سیمو کې سخته زلزله شوې، چې له امله یې تر پنځوسوو ډېر کسان ژوبلېدلي دي.

ژوبل کسان په دریو ښارونو سرپل ذهاب، لوېدیځ ګېلان او قصر شیرین کې دي.

* د ایران زلزله په انځورنو کې

* په زلزله کې باید څه وکړو او څه ونه کړو؟

د ایران د زلزلپوهنې مرکز دا زلزله ۶،۴ درجې ښيي او وايي، مرکز یې له سرپل ذهاب ۱۷ کیلومتره او له قصر شیرن ۱۸ کیلومتره لرې و او ژوروالی یې هم ۷ کیلومتره ښودلی دی.

دا زلزله د ایران په کرمانشاه، ایلام او لرستان ولایتونو. تبرېز او ارومیه ښارونو او د عراق پلازمېنه بغداد کې هم اجساس شوي او خلک یې وېرولي دي.

د انځور حقوق yjc.ir
Image caption د زلزلې بیا کېدو له وېرې خلک سړکونو ته وتلی دي.

مهر خبري اژانس د ایران د بېړنیو چارو ادارې له مخې د کرمانشاه د ټپیانو شمېر ۵۵۳ یادوي.

په سرپل ذهاب کې ۲۳۵، لوېدیځ ګېلان کې ۱۰۸ او قصر شېرین کې ۹۷ کسانو ټپي کېدل رپوټ شوي دي.

* اندونېزیا کې څونامې

* د مکسیکو سخته زلزله په تصویرونو کې

د ایران د ځمکني پوځ مشر وايي، پلي کنډکونه د قصر شیرین او سرپل ذهاب کلیو کې ځای په ځای شوی او امنیت یې ټینګ کړی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وايي، ټول مرستندوی مرکزونه تیارسي دي، زلزله ځپلو سیمو ته لېږل شوي او د ګاونډیو سیمو همکاري هم ور سره ده.

د انځور حقوق yjc.ir

د ټپیانو شمېر بیا بیا پورته کېږي.

له دې مخکې د ایران د بېړنیو چارو ادارې مشر پیر حسین کولیوند ویل چې ټولو سیمو کې تر ۴۰۰ کسان ټپیان دي.

د زلزلې له امله برېښنا پرچاو شوې او ملفون یا مبایل ټلېفون شبکه هم کار نه کوي.

یو کال مخکې هم په دغه مهال کرمانشاه او ور څېرمه سیمو کې زلزله شوې وه، چې له امله یې څلور سوه کسان وژل شوي او تر اوو زرو ټپیان وو.

ورته مطالب