اوکراین: روسیې مو پر کښتیو ډزې کړې او نیولې یې دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption روسیه پر اوکراین تور لګوي چې سیمه کې یې جنجال جوړول غوښتل

د اوکراین سمندرساتي ځواکونه وايي، روسیې ځواکونو د روسیې او کریمیا په کرچ تنګي کې د دوی درې کښتوړیو ډزې کړې او درولې یې دي.

روسیې څلور کاله مخکې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له ځان سره یو ځای کړه، چې له هغه راهیسې د مسکو او کییف اړیکي خراب شول.

د اورکراین سمندرساتي ځواکونه وایي، د روسیې ځانګړو ځواکونو د دوی دوه توپچي کښتوړۍ او یوه کښتوړي کشوونکې کښتوړې نیولې دي.

دوی دا هم وايي، چې د روسي ځواکونو په ډزو کې څو اوکرایني ماڼوګان ټپي شوي دي.

روسیې له دې مخکې اوکراین په خپلو اوبو کې په لاسوهنه تورن کړ او کرچ تنګي کې یې د سترې بېړۍ درولو سره له اوزف سمندرګي د اوکراین لاس لنډ کړ.

د روسیې پوله ساتې اداره د اینټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چې دا کښتوړۍ یې د مسکو مهال سهار اووه بجې ناقانونه د روسیې اړوند سمندري سیمې ته ننوتلې چې د لنډمهال لپاره تړل شوې ده.

ښکاره ده چې سیمه کې یې جنجال جوړول غوښتل

روسیې د اوکراین د کښتیو د څارلو لپاره له دې مخکې دوه جنګي الوتکې او دوه چورلکې سیمې ت هاستولې دي.

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو له دې پېښې وروسته د ملي امنیت او دفاع شورا بېړنۍ ناسته جوړه کړې او د روسیې هڅې یې "بې دلیله او لوینتوب" بللې دي.

نړیوال غبرګونونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیې او اوکراین ولسمشران

اروپايي ټولنې له روسیې غوښتي چې له کرچ تنګي ازاد تګ راتګ شونتیا برابره کړي.

دوی پر ښکېلو لورو غږ کړی چې له خوصلې کار واخلي.

ناټو ویلي، چې "د خپلې خاورې اوبو کې د بېړۍ چلولو په ګډون د اوکراین د ملي حاکمیت او ځکمنۍ بشپړتیا د حق ملاتړ کوي".

دې تړون پر روسیې غږ کړی چې اوزف سمندرګي کې بندرونو ته د اوکراین لاسرسی برابر کړي.

اوکراین د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ ناستې او د مسکو ضد نړیوالې ټولنې د ګام غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا روسیې هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.

په دغه اداره کې د امریکا استازې نیکي هیلي وايي، دا ناسته د دوشنبې په ورځ ځايي وخت یوولس بجې جوړېږي.

د تاوتریخوالي مخینه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کرچ اوبلاره کې د روسیې دوه جنګي الوتکې

اوزف سمندرګی د کریمیا ختیځ او د اوکراین سوېل ته هغه سیمه کې دی چې روسیې ته نږدې بېلتونپالو یې پر یوه برخه ولکه کړې ده.

د دې سمندرګي شمالي څنډو کې دوه بندرونهـ بردیانسک او ماریوپول- د اوکران پورې تړلي، چې د غلو دانو او پولادو صادرولو او ډبرو سکرو واردولو کې ورته مهم دي.

اوکراین او روسیې پر ۲۰۰۳ کال تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې اوزف د دغو دوو هېوادونو کورنۍ اوبه بلل کېږي.

دغه تړون د سمندري توکو د لېږدولو لپاره د روسیې او اوکراین د بېړیو د ازاد چلښت ضمانت کړی دی.

خو وروستیو کې روسیه ټولې هغه بېړۍ تلاشي کوي چې دې بندرونو او اوکراین ترمنځ تګ راتګ کوي.

ورته مطالب