د جکي چن لور له خپلې نجلۍ ملګرې سره واده وکړ

انډي اټوم (کیڼ لاس ته) له اتا اان جي سره دا انځور پر انسټاګرام خپور کړی د انځور حقوق INSTAGRAM/UCHUX2
Image caption انډي اټوم (کیڼ لاس ته) له اتا اان جي سره دا انځور پر انسټاګرام خپور کړی

د هالیووډ د وتلي ستوري جکي چان ۱۹ کلنې لور اتا ان جي له خپلې ۳۱ کلنې نجلۍ ملګرې سره واده کړی دی.

دواړو د خوښۍ عکس خپور کړی چې ان جي او انډي اوتم پکې خوشحاله ښکاري.

دا واده د نومبر پر اتمه شوی دی.

د رپوټونو له مخې، دواړو په کاناډا کې خپل واده ثبت کړی او اوس د ان جي د زوکړې هېواد هانګ کانګ کې اوسېږي.

پر خواله رسنیو په دې خبر ګڼ غبرګونونه ښودل شوي او پر 'ویبو' تر ټولو ډېر کتل شوی دی.

اغلې ان جي د جکي چان یوازېنۍ لور ده.

د فلمي ستوري جیکي چان لپاره افتخاري اوسکار جایزه

له روباټ سره واده

د دیپیکا پوډوکون او رنویر سینګ د واده مراسم

که څه هم مور یې لویه کړې ده، خو ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې په وروستیو کلونو کې یې له هغې سره اړیکې ښې نه وې.

اتا ان جي او انډي اوتم د خپل عکس شرحې ته لیکلي: "موږ ټول بوږنول شوي یو، خو اوس د مینې خوب لیدلی شئ. مینه مهرباني ده نه قضاوت کول. مینه هم کمزوري ده او هم ځواک. مینه بدلون راوستلی شي. مینه بریالۍ کېږي."!

اغلې ان جي او اغلې اټوم ویلي، چې د ۲۰۱۷ کال وروستیو کې یې د مینې تار ډېر سره نغښتی و، او ان جي بیا لږ وروسته کاناډا ته ولاړه.

په تېره مارچ میاشت کې دواړو پر یوټیوب یوه وېډیو خپره کړه او له خلکو یې غوښتي وو چې مرسته ورسره وکړي چې په وینا یې، یوه میاشت کېږي چې د خپلو "همجنس خوښو مور او پلار" له کبله بې کوره پاتې شوې ده.

خو د ان جي دا ادعا د هغې مور رد کړې ده او د اسیا کوکوناټ خبري اژانس ته یې ویلي، چې دواړې باید ''ولاړې شي او کار ومومي''، نه دا چې د اغلې ان جي د پلار د پیسو لټه کې وي.

د ''ګې سټار'' په نوم وېبپاڼې ویلي، جکي چان د خپلې لور د جنسي میلان په اړه ستونزه نه لري، خو د رسنیو په وینا، هغه له خپلې لور سره هېڅ اړیکه نه ده لرلې.

په ۲۰۱۵ کال، جکي چاان بي بي سي ته ویلي وو، چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د خپل مشر زوی جیسي چان د بندي کېدو په اړه حیران او شرمېدلی دی.

ورته مطالب