ایران کې سُني امام مولوي عبدالغفور چا وواژه

مولوي عبدالغفور جمال زهي د انځور حقوق IRNA
Image caption مولوي عبدالغفور جمال زهي د کور او جومات ترمنځ لار کې وژل شوی

ایراني خبري آژانسونو د ایران په شمالي ولايت ګلستان کې د رضاآباد د سيمې د اهل سُنت د جومات د امام مولوي عبدالغفور جمال‌زهي د وژل کېدو خبر ورکړی.

د راپورونو له مخې ۶۱ کلن ښاغلی جمالزهي يوه موټرسایکل سپاره په نښه کړی او وژل شوی. د بريدګر د هویت په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د دغه خبر د پخلي تر څنګ د رامیان د قوماندان محمود سالاري له قوله ليکلي: "مولوي جمالزهي له ښکاري وسلې په څلورو سامچه يي مرمیو لګېدلی چې دوې مرمۍ يې په پښه او دوې يې په ملا کې لګېدلې او د دغه ۶۱ کلن روحاني د مړينې لامل شوې دي".

په ورته وخت کې د ایران د محصلينو خبري آژانس یا ايسنا خبر ورکړی چې د ګلستان د والي د سياسي مرستیالۍ د دفتر سرپرست عبدالرضا چراغچي د دغې وژنې "ترهګريز والی" رد کړی.

د ګلستان ولایت د پلټنو د پوليسو مشر هم ویلي چې د دغې وژنې د لاملونو په تړاو څېړنې پیل شوې او پایلې به يې خپرې شي.

پکتیکا کې وسله والو ملا امام له خپلې مېرمنې سره وژلی

ایران سني امام 'ممنوع الخروج'اعلان کړی

ایران د شیعه او سني ترمنځ شخړې نړۍ ته لوی ګواښ بولي

په ورته وخت کې ایرنا خبري آژانس له يوې سرچينې دا نقل هم کړی چې د وژنې لامل یې قومي شخړه بللې.

دا وژنه په داسې حال کې کېږي چې د ایران دولتي او مذهبي ارګانونه د وحدت اونۍ ځانګړو مراسمو جوړولو ته چمتووالی نيسي.

د وحدت اونۍ چې په دغه هېواد کې د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د تولد له کلیزې سره سم نمانځل کېږي د شيعه او سُني د ملي یووالي د رامنځته کولو په موخه په رسمي کلیزه کې شامله شوې.

ورته مطالب