ډاکټر د نشې په حالت کې میندواره ښځه عملیات کړې

هند د انځور حقوق Getty Images
Image caption روغتون مسوولینو د پېښې څېړنې لپاره یوه کمېټۍ ګومارلې ده.

د هند لوېدیځ ګجرات ایالت کې هغه ډاکټر نیول شوی، چې د نشې حالت کې یې د یوې مېندوارې ښځې جراحي عملیات کړي.

رپوټونو کې ویل شوي، نوی زېږېدلی ماشوم له دې عملیاتو لږ وروسته مړ شوی او وروسته یې مور هم ساه ورکړې.

ځايي پولیس وايي، د ساه له معایناتو معلومه شوه، چې دغه ډاکټر د عملیاتو پر مهال شراب څښلي و او نشه و.

ویل کېږي پي جې لاکهاني نومي دغه ډاکټر تجربه کار دی او مړه شوې ښځه کامني چاچي د سې شنبې پر ورځ روغتون ته د ده روغتون ته لېږدول شوې وه.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې د مېرمن چاچي د کورنۍ له قوله ویل شوي، چې دغه ښځه د ډېرې وینې بهېدو له کبله مړه شوې ده.

ویل کېږي کورنۍ غړو یې غوښتل دغه ښځه له عملیاتو وروسته بل روغتون ته ولېږدوي، خو هغې په لاره کې ساه ورکړه.

یوه ښځه د مېندوارۍ پر مهال بیا مېندواره کېدای شي؟

"ټولنې مجبوره کړې يم چې له خدايه زوى وغواړم"

پولیس وايي ډاکټر لاکهاني دوی وبلل او پولیسو ته یې وویل، چې د مړې شوې ښځې له کورنۍ ډاریږي، چې و به یې وژني.

پولیس افسر ګوسوامي وايي:

''موږ هلته ورسېدو او راته معلومه شوه، چې ډاکټر نشه کړې، ځکه مو ونیو. ''

روغتون مسوولینو د پېښې څېړنې لپاره یوه کمېټۍ ګومارلې ده.