هند پاکستان ته؛ ترهګري او خبرې یو ځای نشي کېدلی

سشما د انځور حقوق Getty Images

د هند د بهرنیو چارو وزیره سشما سوراج وايي، د پاکستان له خوا د کرتاپور لارې پرانیستل په دې مانا نه دي چې نوی ډېلی له اسلام اباد سره بیا خبرې پیل کړي.

نوموړې په دکن کې د چارشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل،

د پاکستان او هند ترمنځ خبرې او کرتاپور لار دوه بېلې مسلې دي:

"چې پاکستان د ترهګرۍ هڅې بندې نه کړي، دا خبرې به پیل نه شي او نه به هند سارک کانفرنس کې ګډون وکړي".

* " د پاکستان او هند کرېکټ لوبو کې مو هندوستانيان بولي"

* "د هند بهرنیو چارو وزیرې د اسلام اباد په بلنه پاکستان ته له تللو انکار وکړ"

هغې دا هم وویل، چې له دوو لسیزو یا له هغه ډېر کلونه یې له پاکستان دا غوښتل چې دا لار پرانیځي، خو دا لومړی ځل دی چې اسلام اباد مثبت ځواب ور کړي:

"خو د دې مطلب دا نه دی چې دوه اړخیز اړیکي پیل شي، د دې خبرو په هکله موږ تل ویلي چې ترهګري او خبرې یو ځای نشي کېدلی".

خو پاکستاني چارواکي تل د ترهګرو ملاتړ یا خپله خاوره کې ځای ور کوي.

د پاکستان لومړی وزیر د کرتاپور لارې د پرانیستې مراسمو کې د اسلام اباد او نوي ډېلي د اړیکو په هکله وويل، چې دواړو هېوادونو تېر کې تېروتنې کړې دي:

پاکستان کې لومړی وزیر، پوځ، سیاسي ګوندونه او ټولې ادارې په یوه لیکه کې دي.

د پاکستان لومړی وزیر د چارشنبې په ورځ کرتاپور کې د هند او پاکستان ترمنځ اول ځل له ویزې پرته لارې د بنسټ اېښودو پر مهال دا خبره وکړه.

د هند مرستیال ولسمشر د دوشنبې په ورځ مراسمو کې د دې لارې بنسټ کېښود چې له مخې یې د هند سیکان د پاکستان یوې سرحدي سیمې ته د مذهبي مراسمو لپاره له ویزې پرته تللی شي.

عمران خان دا هم وویل، چې پاکستان له هند سره اړیکي ښه کول غواړي.

نوموړي دا هم وویل، چې له هند سره یوازې پر کشمیر ستونزه لري:

زه دا وایم چې انسان سپوږمۍ ته وخوت، نو داسې مسله به کله وي چې اواره یې نه کړي. یوازې د پولې دواړو لورو ته دوه هوډمن مشران دا مسله اوارولی شي. زه مو باورمنوم چې دا مسله به حل شي.

دې مراسمو کې د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه او د هند دوو وزیرانو هم ګډون کړی و.

کرتاپور کې د سیک مذهب د بنسټګر بابا ګرو نانک اړوند ګردواره یا بابا صیب ډېره د سیکانو لپاره ډېره سپېڅلې ده او د نړۍ سیکان په دې خوشال دي، چې پاکستان له ویزې پرته هندي سیکانو ته د تګ اسانتیا برابره کړه.

دې ګردوارې ته د ازاد تګ راتګ خبره هغه مهال پیل شوه چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د لوړې مراسمو کې ګډونوال هندي کرېکټر نوجوت سدو په دې تړاو د پوځ مشر قمر باجوه سره خبره وکړه.

له هغه وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وویل، چې د هند استوګنو سیکانو ارمان به پوره کوي.

خو له بي بي سي سره خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د دې لارې پرانیستلو کې پر اسلام اباد فشار نه دی اچولی شي.

د عمران خان له لومړۍ ورځې هیله وه چې سیمه کې امن وي، دا سمه ده چې له هند سره تاریخي ستونزې لرو، خو جګړه یې حل نه ده.

هغه وايي، کرتاپور لار د واټن لنډولو کې مهمه ده، د واګه له لارې سیکانو څلور سوه کیلومتره لار لنډوله، خو اوس دا لار څلورو کیلومترو ته کمه شوې ده.

کله چې لارې کمېږی تګ راتګ زیاتېږي، نو اړیکي ښه کېږي.

نوموړی وايي، د سیکانو د ښه امنیت لپاره ټوله لار دواړو خواوو ته ازغن تار لري.

ورته مطالب