د سوریې شمال کې د ښځو په لاس جوړ یوازې "د ښځو کلی"

کردي ښځو ددې کلي د جوړولو پر پروژې د ۲۰۱۷ کال له مارچ راهیسې کار پیل کړی او د ښځو د تاوتریخوالي مخنیوي پر نړیواله ورځ رسماً پرانیستل شو د انځور حقوق Getty Images
Image caption کردي ښځو ددې کلي د جوړولو پر پروژې د ۲۰۱۷ کال له مارچ راهیسې کار پیل کړی او د ښځو د تاوتریخوالي مخنیوي پر نړیواله ورځ رسماً پرانیستل شو

د سوریې شمال ختیځ "روجافا" کې د ښځو ضد ورځ ښځو ولمانځله، خو دا ځل د "امازوني ښځو" په نامه د کردي ښځو له خوا. د "جینوار" په نامه دا کلی - چې د "ښځې ټاټوبی" معنا ورکوي، یوازې ښځو ته ځانګړی شوی دی.

په دې کلي کې سړو ته د خپلوانو د لیدو اجازه هم ورکول کېږي، خو هلته د اوسېدو اجازه ورته نه شته.

د انځور حقوق Social media-twitter
Image caption د جینوار کلي یوه څنډه

د کلي په اړه

هغه ښځې چې دا کلی یې جوړ کړی، د حسکه ولایت شاوخوا سیمو کې له کرد مېشتو کلیو راغونډې شوې دي او د دې کلي د جوړولو طرحه یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې پام کې وه، چې بالاخره په روجافا کې د ښځو د حقونو فعالانو د ښځو د کلي جوړول پیل کړل.

عراق کې '۲۰۰ کردۍ ایرانۍ ښځې' د داعش پر ضد جنګېږي

د عراق ولسمشرۍ ته کوردۍ خبریاله نومانده

ددې کلي د جوړولو د بنسټ ډبره د ۲۰۱۷ کال مارچ میاشت کې کېښودله شوه او په رسمي ډول د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي پر نړیواله ورځ پرانیستل شو، د دې کلي د جوړولو د پروژې څارونکې رومت هفال وايي: "دا په سوریه او ټول منځني ختیځ کې پخپل ډول کې لومړنۍ تجربه ده، یوازې کردي ښځو ته ځانګړی نه دی، بلکې پرته له دې چې قوم، دین او ټبر پام کې ونیول شي، ټولې ښځې دلته اوسېدلی شي."

د انځور حقوق Social media-twitter
Image caption جینوار کلی رسماً د ښځو د تاوتریخوالي مخنیوي پر نړیواله ورځ (نومبر ۲۵مه) د سوریې حسکه ولایت په درباسیه سیمه کې پرانیستل شو

د بنسټ ډبره

د کلي جوړولو کې ښکېلو ښځو د خښتو او خټو جوړولو کې هم سیمه کې له خامو موادو په ګټې اخیستو ونډه اخیستې، نورو ښځو بیا د دېوالونو پرځای ونې کېنولې، چې کلي او چاپېریال پرې وساتي.

خو د "درباسیة" په نوم سیمې ښاروالي، چې دا کلی یې هم اړوند دی، له کارګرو ښځو سره د کیندلو او د نورو موادو چمتو کولو همکاري کړې ده.

د انځور حقوق ANHA
Image caption د جینوار کلي د ښځو جرګه ګۍ د خپل کلي د سیستم پر داخلي پلان بحث کوي

په دې کلي کې اصلي ښځې د حسکه ولایت د تل تمر، درباسیه او کوباني په څېر د بېلابېلو برخو دي.

دا کلی ځینې ساتونکې پولیسانې هم لري، چې دنده یې له بهر څخه د کلي ساتل دي.

د انځور حقوق Jinwar-twitter
Image caption جینوار کلي ته له ورڅېرمه ښځو د لېږد بهیر

خواله رسنۍ

پر خواله رسنیو ددغه کلي د پرانیستلو په اړه بېلابېل نظرونه ښودل شوي، ځینو ستایلی نورو بیا غندلی دی.

هغو ښځو چې دا کار یې ستایلی ویلي، ښځې هم د سړو په شان د کور او کلي په رغونه کې ونډه اخیستی شي.

بل خوا، نورو بیا ددغه کلي پر جوړولو پورې ملنډې وهلې دي.

خو د کلي څارونکې روم هفال وايي: "دا د ښځې او سړي ترمنځ جلاوالی نه دی، بلکې د هغو ښځو لپاره د خوندي چاپېریال جوړول دي، چې جګړه کې یې هرڅه له لاسه ورکړي، یا هغو کونډو ته سرپناه ده چې په سختو اقتصادي ستونزو کې د خپلو ماشومانو روزنه پرغاړه لري."

ولې دا کلی؟

رومت هفال زیاتوي: "نن په یوه سخت پړاو کې یو، نو ښځې باید یوموټی کړو، روزنه ورکړو چې خپل ځان په ښه توګه وساتلی شي. همداشان، د ښځو لپاره خوندي ځای وي، چې ځانونه او ماشومان پکې وساتي؛ نو موږ باید هر اړخیز کار کړی وای."

د انځور حقوق Jinwar-twitter
Image caption جینوار له بشپړېدو وروسته

اسانتیاوې

اوسمهال کلي کې ۳۰ کورونه دي، چې سربېره پردې، روغتیايي مرکز لري او تر ډېره په درملنه کې بېلابېل طبي بوټي کارول کېږي. دې کلي کې ۲۰۰ مېږې هم شته.

په کلي کې یو لومړنی ښوونځی، کوچنی موزیم، تیاتر، نانوايي او د ترکارۍ لپاره یوه کوچنۍ کرونده هم شته، سربېره پردې د مېلمنو یو خوړنځی، د ښځو بنډارځی او خیاطي هم شته.

د انځور حقوق Jinwar-twitter
Image caption ښځې خښتو ته خټه جوړوي

رومت وايي، په جینوار کې د جنس پر بنسټ د هر راز توپیر له منځه وړلو هڅې کوي او خپله د ښځو ترمنځ هم د توپیر پالنې ختمولو په درشل کې دي، ښځې د خپل ژوند د چارو مخته وړلو لپار هڅول کېږي.

خو په جینوار کلي کې د کلي د جوړولو د جرګه ګۍ غړې فراشین زردشت وايي "ددې کلي جوړولو کې ۱۵ مؤسسو او د ښځو اړوندو بنسټونو برخه اخیستې ده.

دا زیاتوي: "ددې پروژې لپاره ښه پلان جوړ شوی و، چې پر وخت پای ته ورسېږي، دا دی ښځو ثابته کړه چې د ورسپارل شویو دندو پربنسټ، پلان جوړولو او اجرا کولو کې پوره توان لري.

ورته مطالب