استرالیا کې لوی غوایی؛ هېڅوک یې پېرلو ته زړه نه ښه کوي

Knickers among a herd of wagyu cattle د انځور حقوق Geoff Pearson
Image caption نیکرز اوه کلن دی او تر وروستیو پورې بازار ته د پلورلو لپاره بېول کېده، خو ورو ورو یې د څښتن جف پیرسن پام شو چې هېڅوک یې د پېرلو توان نه لري؛ ځکه چې د هغه د ساتلو او حلالولو لپاره لازم وسایل نه لري.

په استرالیا کې یو سوپرغوایی چې نژدې دوه متره ونه او ۱۴۰۰ کیلوګرامه وزن لري، د خپل وزن له کبله یې چا پېرلو ته زړه نه دی ښه کړی؛ ځکه چې ټول وايي د بېولو او یا حلالولو (ذبح کولو) لپاره یې لازم امکانات نه لري.

ددغه تور او سپین رنګه غوایه نوم "نیکرز" دی او ګومان کېږي چې په استرالیا کې د نړۍ یو له سترو ژوندیو غوایو څخه ګڼل کېږي.

د نیکرز ونه ۱۹۴ سانتي متره او وزن یې ۱۴۰۰ کیلوګرامه دی او لکه څرنګه چې پاسني عکس کې ښکاري، د نورو غواوو منځ کې له لیرې ښکاري.

نیکرز اوه کلن دی او تر وروستیو پورې بازار ته د پلورلو لپاره بېول کېده، خو ورو ورو یې د څښتن جف پیرسن پام شو چې هېڅوک یې د پېرلو توان نه لري؛ ځکه چې د هغه د ساتلو او حلالولو لپاره لازم وسایل نه لري.

همدا ده چې نیکرز پر خپل ځای د پاتې کېدو فرصت برابر شو او خپل پاتې ژوند به په مایلوپ کرونده کې تېروي.

د ښاغلي پیرسن په وینا، نیکرز چې د هلشټاین له نسل څخه دی، د نورو غوایو له نسل څخه ډېر توپیر لري.

تر اوسه د ګینیس په کتاب کې تر ټولو لوی ثبت شوی غوایی د ایټالیا دی چې په ۲۰۱۰ کال یې ریکارډ مات کړ.

دا غوایی ۲ متره او یو سانتي متره ونه لري.