هغه کسان جریمه شوي چې پلي نه ګرځي

د انځور حقوق Getty Images

چین کې یوه شرکت خپلو کارکونکو ته ویلي، که میاشت کې ۱۸۰ زره قدمه پلي و نه ګرځي جریمه به شي او له همدې کبله پر شرکت نیوکې شوې.

د انفارمېشن ټایمز ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، شرکت هغه کارکونکي د هر قدم بدل کې صفر اعشاریه یو سینټ جریمه کړي، چې ټاکلی هدف یې نه دی پوره کړی.

د ودانیزو چارو دغه شرکت چې نوم یې نه دی یاد شوی، سویلي ګونګژو ښار کې مرکز لري.

د شرکت یوې کارکونکې چې د 'کوچنۍ سې ' په نامه یاده شوې، ورځپاڼې ته وویل د شرکت کارکونکو لپاره دا ډېره ګرانه وه، چې له کاري ساعتونو وروسته هره ورځ شپږ زره قدمه پلي وګرځي:

''زه فکر کوم شرکت غواړي موږ ډېر فزیکي فعالیت یا ورزش ته وهڅوي، خو له دې کبله چې ټاکلي هدف ته ورسېږم، زه د خوب کولو لپاره کافي وخت نه شم موندلای. ''

چین کې ولې پنځوس میلیون کورونه خالي دي؟

چین: ټرمپ باید چینايي موبایل ټیلیفون وکاروي

د یوه ځايي قانوني شرکت استازی لیو فینماو وايي، دغه شرکت د قانون له مخې حق نه لري، چې د کارکونکو پلي ګرځېدل د دوی په کاري فعالیتونو پورې غوټه کړي او دغه راز کاري اصول د شرکت لپاره نورې پیچلې ستونزې رامنځته کولای شي. ن

وموړی وايي، کارکونکي کولای شي له کاري دفتره بهر پلي ګرځېدل یا د پلي ګرځېدو پر مهال ټپي کېدل د کاري چاپيریال فعالیت په توګه وشمېري. انفارفېشن ټایمز ورځپاڼه وايي، دا لومړی ځل نه دی، چې یو شرکت د پلي ګرځېدلو لپاره اصول وضع کوي.

د ۲۰۱۷ کال جنورۍ کې د سویل لوېدیځ چین یو تکنالوژي شرکت خپلو کارکونکو ته امر کړی و، چې باید هره ورځ ۱۰ زره قدمه وګرځي.

د چونګقینګ ایونینګ پوسټ د رپوټ له مخې شرکت دغه اقدام د کارکونکو د فعالیت معیار ارزونې لپاره کړی و.

اړونده مطالب