سیاسي ګوندونو د سولې پر مذاکراتي ډلې نیوکې کړې

ارګ د انځور حقوق ARG

افغانستان کې د سیاسي ګوندونو یوې ټلوالې له طالبانو سره د سولې لپاره پر هغه ټاکل شوې مذاکراتي ډلې نیوکې کړې چې پرون د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا اعلان شوه.

دا مذاکراتي ډله ټولټال ۱۲ غړي لري او مشري یې د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي کوي.

خو نن (پنجشنبه نومبر ۲۹ مه) په کابل کې د جهادي مشرانو په هغه غونډه کې، چې د میلاد النبي ورځې لمانځنې په موخه جوړه شوې وه، د یو شمېر ګوندونو استازو پر دې مذاکراتي ډله نیوکې وکړې.

د سیاسي ګوندونو او سیاسي بهیرونو کمېټه، چې ۳۵ ګوندونه یې غړیتوب لري، وايي، حکومت د سولې په برخه کې د یادو ګوندونو طرحه له پامه غوځولې او په وینا یې د سولې خبرې سر له اوسه بي پایلې دي.

د دغې کمېټې ویاند محمد ناطقي وايي:

''که ګوندونه له پامه وغورځوي نو دا خو د حکومت په ګټه کار نه دی. له دې سره سولې ته نه شو رسېدلی، دوی فکر کوي په دغه پلاوي سره به دوی سوله رامنځ ته کړي. په داسې حال کې چې سیاسي او اغېزناک ګوندونه او مدني ټولنه په دې کې رول و نه لري، څوک څه خبر چې طالبان لا دا ومني.''

همدا راز د جنبش ملي ګوند ویاند او د ولسي جرګې غړی بشیر احمد تینج وايي دا ډله سیاسي ګوندونو ته د منلو وړ نه ده.

''له بده مرغه دغه ډله د حکومت نه بلکې د ولسمشر په خوښه جوړه شوې. د افغانستان د سولې او جګړې اړخونه پکې په پام کې نه دي نيول شوي. ټاکل شوې خو داسې وه چې ولسمشر به له لویو ګوندونو سره په مشوره له دغو ګوندونو، مدني ټولنې، اغېزناکو او بې پرې شخصيتونو دا ډله جوړوي او د دوی نظر به په پام کې نیسي، خو د تمې خلاف ډېر یو کمزوی ټيم جوړ شوی دی".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې بورډ کې ټولټال ۱۲ کسان دي او مشري به یې د ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي کوي

بل لور ته خپله د سولې عالي شورا غړي هم وايي، د دغه پلاوی جوړېدو په اړه سلا مشورې نه دې ورسره شوې.

د سولې خبرو لپاره د حکومت مذاکراتي ټيم اعلان شو

سولې شورا: حکومت او طالبان دې د اختر ورځو کې اوربند وکړي

د ولسمشر غني سیاسي ملګري ولې لارې بېلوي؟

خو د ولسمشر یو ویاند شاه حسین مرتضوي بیا وايي، حکومت په دې برخه کې له ټولو سیاسي ګوندونو او ښکېلو اړخونه سره سلا مشورې کړې او د هغوی نظرونو ته په پام سره د سولې مشورتي بورډ او د سولې خبرو پرمخ بیونکی پلاوی ټاکل شوی دی:

''د قانون پر بنسټ د سولې او جګړې په اړه صلاحیتونه له ولسمشر او حکومت سره وي. له همدې کبله ۱۲ کسیز پلاوی د سولې د خبرو اترو صلاحیت لري. د سولې عالي شورا رول د اسانتیاو رامنځ ته کول دي.''

د انځور حقوق SHAH MARAI
Image caption د جنبش ملي ګوند ویاند او د ولسي جرګې غړی بشیر احمد تینج وايي، ''له بده مرغه دغه ډله د حکومت نه بلکې د ولسمشر په خوښه جوړه شوې''

د افغان سولې په برخه کې د افغان حکومت ترڅنګ د امریکا او روسیې حکومتونو هم دا وروستیو کې هڅې ډېرې کړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د جینوا په کنفرانس کې د سولې په اړه د خپل حکومت اساسي تګلاره اعلان کړه.

ښاغلي غني هلته ته وویل چې له طالبانو سره بې له قیده او شرطه سولې خبرو ته چمتو دی، خو دا یې هم وویل چې افغانستان هېڅکله د طالبانو اسلامي امارات دورې ته نه ور ګرځي او نه غواړي چې د نژدې دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA
Image caption د سولي عالي شورا غړي هم وايي، د دغه پلاوی جوړېدو په اړه سلا مشورې نه دې ورسره شوې.

طالبانو هم د سولې خبرو لپاره قطر کې یو پلاوی ټاکلی، چې د سولې خبرو په برخه کې واک لري، په ظاهره د طالبانو مشران لا هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو نه دي او له امریکا سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي.

طالبانو هم د افغان حکومت له خوا له دوی سره د سولې خبرو مخته وړلو لپاره نوي جوړی پلاوی بي اعتباره بللی دی.