امریکا کې نشې او ځانوژنې د عمر اوسط کم کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جاپان پرتله امریکا کې ژوند ته هیله کمه ده.

د امریکا حکومت په تازه رپوټ کې وايي، په دغه هېواد کې له نشې سره د اوردوز د کارولو له امله د لسګونو زرو امریکایانو مرګ او په بې ساري ډول د ځان وژنې زیاتېدلو سره د امریکایانو د عمر اوسط یا منځنی کم شوی دی.

د امریکا د ناروغیو کنټرول اداره یا سي ډي سي خپل نوي رپوټ کې وايي، د ۲۰۱۶ کال پرتله په ۲۰۱۷ کال کې نږدې ۷۰ زره ډېر کسان مړه شوي وو او دا د ۲۵ او ۴۴ کلونو د عمر ترمنځ کسانو د مړینې زیاتېدو سره یو ځای شوي دي.

د دې ادارې نننی رپوټ وايي، امریکا کې له نشه يي توکو سره د اوردوز د ډېر مصرفولو له امله د مرګ کچه په منځني ډول ۴۵ سلنه زیاته شوې ده.

اوردوز د درد ضد قوي دارو دي چې له نشه يي توکو سره یو ځایول یې د ژر مړینې سبب هم کېږي.

په ورته مهال وايي، متحده ایالتونو کې ځانوژنه هم تتېرو لسیزو کې خورا ډېره شوې ده.

* ایران؛ پر نشه روږدو ښځو مړینه دوه برابره

* چرس؛ پاکستان کې د ماشومانو نشه؟

* د سپینې ماڼۍ مخې ته یو سړي ځانوژنه کړې

* پسرلي کې ولې ځانوژنه ډېرېږي؟

د دې رپوټ له مخې اوس د امریکایانو لپاره د عمر اوسط ۷۸ کاله او شپږ میاشتې دی چې د ۲۰۱۶ کال پرتله کم شوی دی.

د امریکا د ناروغیو کنټرول ادارې مشر رابرټ رډفیلډ وايي: "دا د نشې او ځانوژنې له امله دی".

هغه دا هم وايي، چې د عمر اوسط سره د ټولنې د روغتیا کچه اندازه کېږي او کله چې دا ډول خواشینوونکی اوسط ترلاسه کېږي باید د خطر زنګ وګڼل شي:

"موږ ته وايي، چې که حالت بدل نه کړو، نو امریکانان به ډېر ژر له خپلې نېټې مخکې ومري".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ویتنام جګړه کې دومره امریکایان نه دي وژل شوي لکه تېر کال د نشې له امله مړه شوي دي.

پر ۲۰۱۶ کال د زړه حملې، سرطان، مغزي سکتې او شکرې په ګډون ځانوژنه امریکا کې د مرګ د لسو اصلي لاملونه په ډله کې وه.

خو د اوسني رپوټ له مخې پر ۲۰۱۷ کال له سرطان پرته- چې کم شوی- امریکا کې د مرګ نور لاملونه ۲،۱ سلنه زیات شوي دي.

یوازې تېر کال امریکا کې ۷۲ زره کسان له نشه يي توکو سره د اوردوز کارولو له امله مړه شوي.

یوازې دا مرګ په ویتنام جګړه کې د امریکا له ټول مرګ ډېر دی.

بل مهم ټکی دا دی چې د نشه يانو د مرګ زیاتېدل په دې مانا نه دي چې امریکا کې د دوی شمېر ډېر شوی، بلکې د نشه يي توکو سره د اوردوز ګډولو له امله دی.

ورته مطالب