راتلونکي کې به جګړه روباټونه کوي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

راتلونکي کې به جګړه روباټونه کوي؟

د بریتانیا په تاریخ کې د پوځي روباتونو تر ټولو لوی تمرین همدا اوس روان دی. په دې تمرین کې په ریموټ کنټرول چلېدونکي ټانکونه، او ۷۰ ډوله نوې وسلې شاملې دي. دا تمرین به څلور اوونۍ روان وي. ډرونونه او زغروال موټر هم پکې دي. دا په داسې وخت کې کېږي چې د بریتانیا حکومت د نوې ټکنالوژۍ پر مرسته چلېدونکو وسلو سره د ځان عیارولو په موخه خپلې هڅې ډېرې کړې دي.