اته کلن ماشوم څنګه یوټیوب چینل سره ۲۲ میلیون ډالر وګټل

رائن د انځور حقوق YouTube
Image caption راتلونکی کال د راین د عاید دوه چنده کېدو هیله

فوربز مجله وايي، راین د نړۍ تر ټولو کمه عمره ماشوم دی چې د راین ټویز ریویو په نوم د یوټیوب چینل سره تر ټولو ډېرې پیسې ګټي.

راین د روان کال تر جون پورې تېرو دوولسو میاشتو کې ۲۲ میلیون ډالر ګټلي دي.

د دویم نمبر جیک پال پرتله راین پنځه لکه ډالر ډېر ترلاسه کړي دي.

* د لګښت کمولو او بچت زیاتولو ۶ عادتونه

* اته کلن ماشوم څنګه پوهنتون ته لار ومونده؟

د راین امدن کې چې ټیکس یا مالیه او د وکیلانو یا ایجنټانو فیش شامل نه دی، تېر یو کال کې یې دوه چنده ګټه اضافه شوې ده.

کله چې اېن بي سي تلوېزون راین وپوښت چې ماشومان یې څنګه یوټیوب چینل ګوري، نو هغه ځواب ور کړ چې خوږې او خندوونکې خبرې کوي.

یوټیوب کې د ډېر عاید یا امدن چینلونه
درجه نوم رسمي اټکل
1 راین ټویز ریویو یا د راین لانځکو کتنه ۲۲ میلیون ډالر
2 جېک پاول ۲۱،۵ میلیون ډالر
3 ډوډ پرپېکټ ۲۰ میلیون ډالر
4 ډنیل میډلټن ۱۸،۵ میلیون ډالر
5 جېپر سټار ۱۸ میلیون ډالر
6 مارکي پېلر ۱۷،۵ میلیون ډالر
7 اېون فانګ ۱۷ میلیون ډالر
8 جک سپی ټایسي ۱۶ میلیون ډالر
9 پیو ډای پای ۱۵،۵ میلیون ډالر
10 لاګن پاول ۱۴،۵ میلیون ډالر

د راین مور پلار چې پر ۲۰۱۵ کال د اچینل پیل کړی له هغه راهیسې د ده ویډیووې ۲۶ میلیارد ځل لیدل شوې دي.

د دې چینل څارن یا پالوور له ۱۷ میلیونه او درې لکو زیات دي.

* د ماشوم د شخصیت په وده کې د مورنۍ ژبې ونډه

* د ماشومانو لپاره د دویمې ژبې ۶ ګټې

هغه نږدې هره ورځ په یوټیوب کې ویډیو خپروي.

د تېرې یکشنبې یا اتوار ورځې یوه ویډیو یې تر سې شنبې له لس لکو ډېرو کسانو لیدلې ده.

د فوربز مجلې له مخې دریم نمبر هم دي ډوډ پرفیکټ چینل ګټلی چې عاید یې ۲۰ میلیون ډالره دی.

د انځور حقوق Ryan ToysReview/Youtube
Image caption راین له یو شرکت سره تړون لاسلیک کړی او تمه ده چې عاید یې نور هم ډېر شي.

فوربز مجله وايي، ۲۲ میلیون ډالرو کې یو میلیون ډالر د اعلانونو له امله دي، چې له ویډیو پیلېدلو مخکې لیدل کېږي او پاتې امدن د سپانسر شویو پوسټونو له برکته دی.

راین یوه ویډیو کې لانځکو یا لوبتکو سره لوبېږي او دا لانځکې ډېر بازار پیدا کوي.

* راشد خان خپه هندی ماشوم دلاسا کړ

* ولې چینايۍ میندې په اګست میاشت کې ماشوم زېږوي؟

وال مارټ په اګسټ کې د راینز ورلډ په نوم د لوبتوکو او جامو ځانګړي خپرول پیل کړل.

یوه ویډیو کې راین او د هغه مور پلار پلورنځي کې د هغه لپاره د لوبتوکي اخیستلو هڅه کوي، دا ویډیو دریو میاشتو کې څوارلس میلیون ځله لیدل شوې ده.

د انځور حقوق Ryan ToysReview/Youtube
Image caption د راین چینل راین ټویز ریویو تېر کال اتم نمبر و.

له وال مارټ سره د تړون له امله تمه ده چې راتلونکی کال به د راین امدن خورا ډېر شي.

د کم عمر له امله د راین د عاید پنځلس سلنه یوه خصوصي ایکاونټ کې جمع کېږي.

کله چې دی بالغ شي دا عاید ترلاسولی شي.

راین خپلو فلمونو کې یوازې نه وي د هغه غبرګونې خور هم ور سره د راینز فیملي ریویو په نوم چینل کې ملګرې ده.

لس غوره ساینسي تجربې چې ماشومانو ته کورونو کې کېږي په نوم ویډیو کې درې ماشومان دي او ۲۶ میلیون ځله لیدل شوې ده