د مړې ښځې له رحمه لومړی ځل ماشومه وزېږېده

ماشوم د انځور حقوق Reuters
Image caption د مړې ښځې رحم د برازیل ساوپالو ښار کې د ژوندۍ ښځې نس کې له ۱۰ ساعته اوږدو جراحي عملیاتو وروسته پیوند کړل شو

تاریخ کې لومړی ځل د یوې مړې ښځې رحم د ژوندۍ ښځې بدن کې پیوند شوی، چې اوس یې روغه رمټه ماشومه زېږولې.

د مړې ښځې رحم د برازیل ساوپالو ښار کې د هغې ښځې نس کې له ۱۰ ساعته اوږدو جراحي عملیاتو وروسته پیوند کړل شو، چې خپله دغې ۳۲ کلنې ښځې له ځایه رحم نه درلود.

له دې مخکې له دغه ډول رحمونو ۱۱ ماشومان زېږېدلي، خو هغه ټولې ښځې ژوندۍ وې، چې خپل رحمونه یې نورو ته خیرات کړي وو.

دې کې یوه ښځه داسې هم وه، چې خپلې لور ته یې رحم ورکړی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډاکټرانو د ښځې بدن دفاعي سسټم کمزوري کولو لپاره درمل کارولي

خو د ژوندۍ ښځې په نس کې د مړې ښځې رحم پیوندولو ۱۰ تجربې مخکې ناکام شوې دي.

تازه تجربې کې د یوې ۴۵ کلنې ښځې رحم اخیستل شوی، چې له مړینې مخکې یې خیرات کړی و او رحم یې له طبي پلوه روغ رمټ و.

" که نجلۍ پيدا شوه فيس نه اخلم"

افغان قابلې نړيواله جايزه وگټله

ډاکټرانو له رحمه هګۍ وکښلې او د پلار له سپرم داخلولو وروسته یې خوندي کړې.

ډاکټرانو د ښځې د بدن دفاعي سسټم د درملو په وسیله کمزوری کړ، چې د نوي پیوند شوي رحم له منلو انکار و نه کړي او یا یې پر ضد فعالیت و نه کړي.

د رحم له پیوند کولو شپږ اوونۍ وروسته دغې ښځې میاشتنی عادت بشپړ کړ او له هغه وروسته د ښځې رحم کې کنګل شوې هګۍ کېښودل شوې، چې د ۲۰۱۷ کال دسمبر کې یې دوه نیم کیلو روغه رمټه ماشومه وزېږوله.

د ساو پالو روغتون 'داس کلینکس ' ډاکټر ډیني ایجزنبرګ په وینا:

''د هغو رحمونو پیوندول چې په ژوند خپل رحم خیراتوي، په طب کې یوه خورا لویه لاسته راوړنه ده، ځکه دا به له هغو شنډو ښځو سره مېندوارۍ کې مرسته وکړي، چې خیرات کونکې او طبي اسانتیاوو ته لاسرسی لري. ''

د انځور حقوق Wales News Service

د لندن امپریل کالج ډاکټر سردجان ساسو د دغې تجربې پایلې 'په زړه پورې ' بولي:

خو د داسې ښځو موندل اسانه چاره نه ده، چې په ژوند خپل رحم خیرات کړي او ان که خپلوانه یا دوسته هم وي. دغسې حالت کې د عملیاتو لګښت کم او خیراتونکي د جراحۍ له پیچلتیاوو ژغورل کېږي.