ازربایجان دېرش کاله وروسته؛ څومره بدل شوی

Image caption د باکو د دفتر مشرې او ژبپوهې سعادت عاکف قیزی د آزري ژبې په اړه ډېر معلومات راکړل.

الوتکه په باد کې سخته لړزېده او کږه وږه کېده، د شاوخوا ناستو خلکو مخونه ارام ول. چا هم اندېښنه نه درلوده. یوې میلمه پالې په موسکا راته وویل "د باکو باد همداسې سخت وي، د اندېښنې خبره نده الوتکه به په څو دقیقو کې کښېني."

له دې خبرې سره د باکو د نوم یوه مانا رایاده شوه چې وایي ګواکې د دغه ښار نوم د پاړسۍ د (بادکوبه) له ټکي نه راوتلی. هغه سیمه چې باد پکې کوټل کېږي، د باد د کوټلو ځای... نو خود به الوتکه کږه وږه کېده.

دېرش کاله وروسته د ازربایجان پلازمېنې باکو ته ستنېدم. د کار موخه مې د بي بي سي اکاډیمۍ لپاره د آزربایجاني وېبپاڼې جوړول وو، چې خبریالانو ته پخپله ژبه کې د بې پرې پاتې کېدو اصولو وروښيي او تر ټولو مهمه چې دوی د خپلې آزري ژبې په کره والي پوه شي.

په دغه کار کې مې د باکو دفتر مشرې او ژبپوهې سعادت عاکف قیزي او نورو مرستې ته اړتېا درلوده. د آزري ژبې وېبپاڼه به په څو میاشتو کې د ټامیلو او نیپالي ژبو تر څنګ د بي بي سي اکاډیمي پر ۲۳ نورو ژبو ور زیاته شي.

الوتکه کښېناسته، راووتلم، ځمکه، دېوالونه، کړکۍ، هر څه څلېدل. د اروپا او امریکا د هوایي ډګرونو پرتله دا ځای خورا پاک او ارت راته ښکاره شو، لکه چې هم دا نن یې نوی جوړ کړی وي.

اوسني ولسمشر، الهام علییف هوایي ډګر ته د خپل پلار حیدر علییوف نوم ورکړی چې پنځلس کاله مخکې مړ شو او زوی یې پر ځای کښېناست.

د پاسپورټ ځای ته ورسېدم، ویزه مې ورښکاره کړه، ځوانه افسره موسکۍ شوه، پاسپورټ یې را ټاپه کړ، له پاسپورټ سره يې یو کوچنی قطی هم راکړ، او ورسره یې راته وویل "وطن ته مو ښه راغلې".

Image caption د پاخه عمر یوې مېرمنې راته وویل "بچیه، ټول ښار د مرمرو سپین کاڼي دي، سترګې مې په شنه بوټې پسې ووتې."

راتېره شوم، قطی مې خلاص کړ، له بادامو څخه ډکې خجور شکله کلچې پکې پرتې وې، او پر وړوکي کاغذ ورسره لیکل شوي ول، د آزربایجان شکر پاره. ۳۶ کاله مې سفرونو وکړل خو تر دې دمه د پاسپورټ د ټاپه کولو پر وخت چا کلچې نه وې راکړې. د ختیځ دا راز هر کلي خوند راکړ.

سعادت مې هرکلی وکړ. د دېرشو کلنو مخکې پرتله باکو راته یو ډېر عصری ښار وبرېښېد. نوې د ښیښو جګې ودانۍ، پر ودانیو د روښانه څراغونو کتارونه، پراخ لوی سړکونه. دا هر څه بېخي نوي ول. د روسي سریلیک لیکدود پر یوه مخ په لاتین اوښتی و.

د باکو ښار

د یوې سپینې ودانۍ له مخې د تېرېدو پر مهال موټر چلونکي وویل" ولسمشر دغه مرکز د خپل پلار په نوم جوړ کړی. " ما پوښتنه وکړه چې د پلار موزیم یې دی؟ هغه وویل "نه په دغې ودانۍ کې بېل موزیمونه او هنري نندارتونونه جوړ دي.

موټر چلوونکي په خندا زیاته کړه "دغه ودانۍ داسې جوړه شوې چې که له پاسه له الوتکې څخه ورته وکتل شي، نو د هغه د وفات شوي پلار د لاسلیک په شان ده.

Image caption د حیدرعلییوف په یاد جوړه شوې ودانۍ.

ما خپلې همکارې سعادت ته وکتل او هغې له موسکا سره وویل "خلک وایي خو دا کومه ثابته شوې خبره نده. "

آتور آپادګان د نن آزربایجان

سبا مې په دفتر کې د آزربایجان د نوم پوښتنه وکړه چې څه مانا؟ څو بېل ځوابونه مې واورېدل، د سپېڅلي اورځای، د تل پاتې اور ځای، خو زما تلوسه د دغه نوم ترکیب ته وه.

د یوې لیکوالې خبرو مې پوښتنې ته ځواب ووایه. هغې وویل "آتور د سپېڅلي اور په مانا دی او آبادګان یا آپاتکان د ځای په مانا دی. د دغه نوم له عربي ډول څخه آزربایجان جوړ شوی. په دغه ځای کې به پخوا د زردشتیانو د عبادت اورونه بل ول. "

Image caption د پېغلې برج چې ویل کېږي د زردشتیانو د دورې د اور لګولو ځای و.

د باکو په ښار کې مې روسي ژبه هر لور اورېدله. په بازار کې مې له يوې پلورونکې مېرمنې وپوښتل چې روسي يې له کومه زده کړې؟ ویې ویل "ما په کوچنیوالي کې په مکتب کې روسي ویلې خو د اولادو مې نه ده زده، د هغوی دوهمه ژبه په ښوونځي کې انګلیسي ده. له روسي ژبې څخه مو بد نه راځي، ځکه زموږ جګړه له شوروي سره وه د نن ورځې له روسانو سره نه ده. "

په آزربایجان کې اوس مهال ۳۴۱ ښوونځي شته چې په روسي ژبه زدکړه ورکوي. خو ډېر خلک په خپلو ماشومانو انګلیسي ژبه وايي.

د باکو د ښار له وګړو سره په خبرو کې مې دا حس وکړ چې خلک په خپل ښار ویاړي، له وروستیو پرمختګونو خوشاله دي، خو تر څنګ یې دا اندېښنې هم لري چې د ښار پارکونه یې د سوداګرۍ په مرکزونو اوښتي.

د پاخه عمر یوې مېرمنې راته وویل "بچیه، ټول ښار د مرمرو سپین کاڼي دي، سترګې مې په شنه بوټې پسې ووتې."

د خلکو د معاش پوښتنه مې وکړه. د دولتي ډاکتر معاش د سلو ډالرو شا و خوا دی. خلکو شکایت کاوه چې ډاکتران له روغتونه خپلو شخصي کتنځيو ته منډې وهي.

د رشوت اخېستلو په اړه مې هم ډېر واورېدل. د خلکو یوه ستره ستونزه د کور نه درلودل راته ښکاره شول. د دوو کوټو کور د رانیولو بیه ۵۰ زره ډالره ده چې د اکثریت خلکو له توانه پورته کار دی.

ځوانان مو پر خبري رسنیو د کره ژبې خیال نه ساتي

له سعادت او څو نورو خبریالانو سره مې د آزري ژبې په اړه او د رسنیو د اوسنیو ستونزو په اړه مرکه وکړه، هغې راته د خواله رسنیو د اغېز په اړه چې پر آزری ژبه یې کړی، ډېر مثالونه راکړل هغې وویل "ځوانان مو د لیکنې پر وخت د لیکدود او ګرامري اصولو خیال نه ساتي، که څوک پر خپل فېسبوک ليکنه کوي او غلطۍ کوي دا یې خپل زړه خو د خبریال په یوه تېروتنه خبر غلطېدلای شي، ځګه خو باید خبریال د کره ژبې ټول اصول په پام کې وساتي. "

نجیبه لېمه: دېرش کاله وروسته آزربایجان ته بل سفر
Image caption د باکو د ښار له وګړو سره په خبرو کې مې دا حس وکړ چې خلک په خپل ښار ویاړي.

د آزربایجان دولتي خپرونو ته ځیر شوم، تر دېره یې د هېواد د مشرتابه د کارونو په اړه راپور ورکاوه. یوه ځایي آزاد خبریال راته وویل "دلته موږ د چارواکو پر کارونو ګوتنېونې نشو کولای، سم دستي ټیلیفون راته کېږي. د دې ځای د ناخوالو رپوټونه لا نشو جوړولای. یو ځل په آزربایجان کې خورا سخت سېل راغلی و، ټول ښار اوبو نیولی و، خو رسنیو هېڅ رپوټ هم نه ورکاوه، او د خندا خبره وه چې په هغه شپه ټلویزون د آلمان یو ښار ښکاره کړ چې سېل پکې راغلې و، لکه دلته چې خیر خېریت و بس ستونزې بل چېرې دی. "

خو په همدغه ځای کې بل خبریال چې هغه هم آزربایجانی و راته وویل "اوس د الهام علییف په دورې کې ډېر بدلون راغلی. رسنیو ډېره آزادي موندلې، خبریالان په هر رپوټ کې یوه یوه لوېشت ځان مخ ته پورې وهي، د ولسمشر د پلار دوره کې موږ خبرېالانو ته تر دې سخته وه."

صفویان او قاجار د ترک توکم وېاړنې دي

د باکو ښار د کوڅو نومونو د دغه سیمې د جغرافیایي جوړښت تاریخ په غېږ کې نغښتی و. زما د استوګنې د سړک نوم "نظامي" و. د سعادت سره په ښار کې روانه وم پر لارې مې ترې وپوښتل چې د دې سړک نوم د فارسی ژبې د هغه وتلې شاعر نظامي په نوم دی؟ هغې وویل هو، نظامي ګنجوي، او ګنجوي یې ځکه بولي چې ګنجه زموږ یو ښار دی، او نظامي هم په خټه ترک و، خو ډېر شعرونه یې په فارسي ویلي.

د سعادت یوه یوه خبره راته په زړه پورې ښکارېده. د ډوډۍ پر وخت یې مستو ته اشاره وکړه او ویې ویل "قطغ در واخله" ما ورته وویل موږ قطغ پوخ شوي خوراک ته وایو. خو پوه شوم چې د دغه ټکي رېښه ترکي ده او مستو ته وایي.

Image caption باکو د پخواني شوروي اتحاد د پاته نښو، د نن ورځې د لوېدیځ د اغېز او د ختیځ د اسلامي کلتور یوه زرینه ګډوله راته وبرېښېده.

پر مېز سره غوره پرته وه، دې راته وویل ثماغ درواخله، ما وویل تاسو هم لکه ایرانېان پر وریجو ثماغ دوړوئ؟

د سعادت تندی څه ګونجې غوندې شو، انګلیسي ټکي یې لټول او بیا یې خبره داسې پېل کړه:

"ګوره زموږ او ایران تر مینځ اړیکي خورا نژدې دي، موږ یوه خاوره یو، د ایران د تاریخ مخور واکمن لکه صفویان څوک وو؟ شاه عباس څوک و؟ د پهلویانو څخه وړاندې د قاجار پرتمینه شاهي دوره د چا وه؟ دا ټول ترک توکمه دي. "

سعادت بیا خبره تکرار کړه لکه چې غوښتل یې ځان ډاډه کړي چې ما یې خبره اورېدلې. "صفویان آزربایجانیان ول، شاه عباس آزربایجاني و، قاجار سلطنت زموږ و. پهلوي دوره د فارس ده. " دا خبره یې وکړه او بیا یې په خندا وویل "د ایران د شاه مېرمن فرح هم آزربایجانۍ ده، ګوګوش سندرغاړې هم آزربایجانۍ ده. " ما ور زیاته کړه د ایران آزربایجان، سر یې د هو په علامه وښوراوه او په خواشینۍ یې وویل "زموږ آزربایجان یا د ایران شمالي آزربایجان دا یو کلتور دی. "

ډوډۍ مو خلاصه شوه، د دفتر پر لور پر لارې مو د لاسي کارونو یوه هټۍ مخ ته راغله، یوه ښکلې په لاس جوړه شوې زرینه خولۍ په دوکان کې ځړېده ما سعادت ته وویل چې پوښتنه وکړي دا خولۍ په څو ده؟

هغې پلورنکې ته ور غږ کړل.

مایې په پوښتنې کې د "قزلباش" ټکی واورېد، پوښتنه مې ترې وکړه چې د قزلباش ټکی یې دلته څنګه وکاراوه؟ هغې وویل "باش خولۍ ته وایو او قزل یعنې سره زر، هغه زرینه خولې مې یادوله. " ما ورته په افغانستان کې د قزلباشو د اوسېدلو په اړه وویل. هغې وویل "هو د صفویانو پوځ ته یې قزلباش ویل دا څکه چې د هغوی پر خولیو به ۱۲ زرینې لیکې جوړې وې. دغه کرښې د شیعه مذهب د دولسو امامانو نښې وې. زرین خولي عسکر یا زموږ په ژبه قزلباش. "

د بېلو فرهنګونو زرینه ګډوله

دېرش کاله وړاندې د باکو د ښار اوسېدونکي تر ډېره راته یو خشمېدلی قوم ښکاره شو چې د شوروی اتحاد نه یې خپلوالکي غوښتله. خو نن که مې د خلکو غُصه لېدله نو هغه د کوم پردي پر وړاندې نه وه، ګیلې یې له خپلو چارواکو څخه وې.

خو د دې تر څنګ مې دغه ښار د زغم ښار وموند. باکو د پخواني شوروي اتحاد د پاته نښو، د نن ورځې د لوېدیځ د اغېز او د ختیځ د اسلامي کلتور یوه زرینه ګډوله راته وبرېښېده

Image caption د مذهبي عقیدې تر څنګ آزربایجانیان په خپل دود هم ویاړي.

د سړک په یوه سر کې د روسي کلاسیک شاعر اکساندر پوشکین مجسمه ولاړه وه، څنګ ته یې د اروپایی کلاسیکې موسیقۍ کنسارواتوري وه چې د وایلون کنسرټ پکې تر سره کېده، مخامخ یې د فرانسوي جامو یو پلورنځی و او څو ګامه وروسته د اسلامي مدرسې د دیني علومو د کورسونو اعلانونه ځوړند ول.

په دې څو ورځني سفر کې مې د آزربایجان پلازمېنه یو پاک ښکلی ښار وموند چې خلک یې د خپلو ورستیو پرمختګونو څخه خوشاله دي، خو د خپلو نورو ټولو ګاوندیانو په څېر د ځوانانو د بېکارۍ، فساد، له هېواده د ځوانو استعدادونو د وتلو او اقتصادي کړکېچ څخه اندېښنې لري.