پاکستان د هند له رول پرته افغان سوله نیمګړې بولي

شاہ محمود قریشی د انځور حقوق Getty Images
Image caption یونایټیډ نیوز اف انډیا ورځپاڼه وايي، ورځپاڼه وايي دا ښايي لومړى ځل وي چې پاکستان په افغان سوله کې د هند د رول ارزښت مني.

نيويارک ټايمز وايي تېره ورځ د افغانستان په لرو بر کې تاوتريخوالي د ٣٠ کسانو ژوند اخيستى چې ډېرى يې د امنيتي ځواکونو غړي وو.

ورځپاڼه وايي د سولې د خبرو اترو په تړاو روانو وروستيو هلو ځلو سره افغانستان کې د تاوتريخوالي څپه نه ده ورو شوې.

ورځپاڼه وايي که له يوې خوا افغان امنيتي ځواکونو ته اوښتونکې مرگژوبله ډېره لوړه ده او لوېديځ چارواکي يې د نه دوام وړ بولي بلې غاړې ته د طالبانو د مهمو قومندانانو په نښه کېدل هم په دې وروستيو اوونيو کې زيات شوي دي. چې يو يې په هلمند کې د طالبانو تر ټولو لوړ پوړى قومندان ملا عبدالمنان و.

يونايټېد نيوز اف انډيا ورځپاڼې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هغه وينا مهمه بللې چې وايي افغانستان ته د سولې راوستو په بهير کې د هند رول ته هم اړتيا ده.

قریشي: افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري

قریشي: د افغانستان قضیه کې مو امریکا ته د مرستې ډاډ ورکړی

ښاغلي قريشي چې د پاکستان پارلمان کې يې وينا کوله ويلي، پاکستان په يوازې سر دا سوله نشي راوستى بلکې دا د سيمې د هېوادونو گډ مسؤوليت دى.

ورځپاڼه وايي دا ښايي لومړى ځل وي چې پاکستان په افغان سوله کې د هند د رول ارزښت مني.

'اسلام اباد زیانمنونکی دی'

ورځپاڼه وايي امريکا افغان بهير کې هند ته د ونډې ورکولو خبره کړې خو له کلونو راهيسې د پاکستان دريځ دا و چې هند به افغانستان کې هېڅ راز رول نه لري.

د ورځپاڼې په وينا پاکستان افغانستان کې د هند پراختيايي مرستو ته هم د نوي ډيلي د ستراتېژۍ د برخې په سترگه گوري او داسې احساس کوي چې په يوه شونې جگره به اسلام اباد زيانمنونکى کړي.

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستان د بهرنيو چارو د مرستيالې وزيرې تهمينه جنجوعه هغه وينا مهمه بللې چې وايي د افغانستان پېچلې سناريو او په تېره دغه هېواد کې د داعش زياتېدونکى حضور د سويلې اسيا ځواکمنو هېوادونو لپاره يوه ننگونه ده.

د انځور حقوق ARG
Image caption پاکستان افغانستان کې د هند پراختيايي مرستو ته هم د نوي ډيلي د ستراتېژۍ د برخې په سترگه گوري

نوموړې ويلي چې افغانستان کې د داعش شتون پاکستان لپاره گواښ دى. د اغلې جنجوعه په وينا سيمه او پاکستان له سترې ننگونې سره مخ دي او د افغانستان د کړکېچ هوارى سيمه کې د پایېدونې سولې کونجي ده.

نوموړې ويلي چې د نړۍ او سيمې ځواکمن هېوادونو په دې پوه شوي چې افغان قضيې ته بايد يوه حل لاره ومومي او پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کوي.

د خلیلزاد او قریشي کتنه او پاکستان ته د طالب استازو سفر

غني او مودي د همکاریو د پراخولو ژمنه وکړه

ورته مطالب