یمن جګړه: حدیده کې پر اوربند هوکړه شوې

یمن د انځور حقوق EPA
Image caption میلیونونه یمنیان د جګړې له کبله له لوږې او تندې سره مخامخ دي

د یمن جګړه کې ښکېلو اړخونو په مهم ساحلي ښار حدیده کې پر یوه اوربند هوکړه کړې. دغه ښار د هېواد له دریو دوو برخو لپاره خورا مهم بلل کېږي.

د اوربند پرېکړه سویډن کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د خبرو پای کې شوې. ملګري ملتونه هیله من وو، چې د یمن نژدې څلور کلنې جګړې ته به پای وموندل شي.

په اوسني وخت کې د یمن جګړې له کبله دغه هېواد کې بې ساري بشري ناورین رامنځته شوی دی.

دغه جګړه کې یوه لور ته زرګونه کسان وژل شوي او بل لور ته میلیونونه انسانان د لوژې او تندې لور ته ټېل وهل شوي دي.

د پنجشنبې پر ورځ د خبرو پای کې حکومتي استازیو او د حوثي یاغیانو مرکچیانو چې د هېواد ډېره برخه یې تر کنټرول لاندې ده، یوه بل ته لاسونه ورکړل.

ملګري ملتونه: یمن کې د لوږې ختمولو کې پاتې راغلي یو

منصور هادي: یمن کې د سعودي ښکېلتیا له تمې ډېره اوږده شوه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرڅ وویل، میلیونونو اړو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره دغه اوربند خورا اړین و:

''ملګري ملتونه به د بندر په اسانتیاوو کې مهم رول ولري او بشري مرستو ته به لاسرسی اسان کړي. دغه راز به موږ د ملیونونو یمنیانو لپاره د ژوند اسانتیاوو رامنځته کولو کې رول ولرو. ''

نوموړي زیاته کړه، ''کیدای شي د پنجشنبې ورځې اوربند به یمن کې د جګړې پای ته رسولو او بشري ناورین ختمولو پیلامه ثابته شي. ''

د انځور حقوق AFP
Image caption د خبرو پای کې ښکېلو اړخونو یوه بل ته د هوکړې لاس ورکړ

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، درې پر څلور یمنیان (یا ۲۲ میلیون کسان) بشري مرستو ته اړتیا لري، چې اته میلیونه یې د خوړو عاجلې مرستې ته محتاج دي.

یمني ریال تېره میاشت خپل ۳۰ سلنه ارزښت له لاسه ورکړ، چې د سونتوکو بیو کې پاموړ لوړوالی راغی. یمن ته ډېری سونتوکي له بهره واردېږي.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف د یمن شخړه کې په ۲۰۱۵ کال ورګډ شو، د حوثي یاغیانو پرضد یې په نړیواله کچه د یمن د پېژندل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي ملاتړ وکړ.

روانې جګړې یمن تر ډېره ویجاړ کړ، په تېره بیا هغه وخت چې حوثیانو د پلازمېنې صنعاء په ګډون د هېواد ډېری لوېدیځې برخې ونیولې او ولسمشر عبد ربه منصور هادي بهر ته تېښتې ته اړ شو.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په یمن کې د روانې جګړې له کبله تر اوسه شاوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي، چې درې برخې یې ولسي وګړي دي او ۵۵ زره نور ټپیان شوي.

ورته مطالب