محصلینو د 'توکمپال' مهاتما ګاندي مجسمه ونړوله

ګاندي د انځور حقوق Getty Images

د ګانا پلازمېنې اکرا له يوه پوهنتونه د هند خپلواکۍ مشهور مبارز مهاتما ګاندي یوه مجسمه نړول شوې ده.

په ۲۰۱۶ کال کې د دغه پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو د دغې مجسمې لرې کولو کمپاین له هغه لږ وروسته پیل کړ، چې د هند پخواني ولسمشر پرناب مکرجي د دغې مجسمې پرانیسته وکړه.

کمپاین کوونکو ادعا کوله چې ګاندهي (توکمپال) و او افریقايي اتلانو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

ګانا حکومت هغه مهال ویلي و، مجسمه به بل ځای کې ولګوي.

محصلینو او استادانو بي بي سي ته وویل دغه مجسمه چې د پوهنتون لیلیې سره نصب شوې وه، د چارشنبې پر ورځ لرې کړل شوه.

د انځور حقوق EMMANUEL DZIVENU/JOYNEWS
Image caption ګاندي په خپلو لیکنو کې تور پوټکي افریقایان د 'کافر' په نامه یاد کړي

پوهنتون مسوولینو د مجسمې لرې کول تایید کړي او په وینا یې د بهرنیو چارو وزارت او سیمه ییز ادغام د دغې چارې مسوولیت لري.

د مهاتما ګاندي له وژل کېدو سره هندي مسلمانانو ټکان وخوړ

د خیبر درې ۹۹ کلن پښتون د هند د مشر ګاندي لیدل یادوي

د ګاندي د ژوند وروستي لس کلونه په تصويرونو کې

د قانون یوه محصل نانا ادوما اساري ادي بي بي سي ته وویل: د هغه مجسمې اېښودلو مانا دا ده چې موږ هم هغه څه کوو چې ده کول او که دی رښتیا هم توکمپاله و نو بیا زه فکر نه کوم دا به مناسبه وي چې موږ یې دلته پوهنتون کې مجسمه ولرو.

مهاتما ګاندهي د ۲۰ پېړۍ له خورا مشهورو شخصیتونو یو و. د هغه د شهرت یو لوی لامل پر هند د برتانوي واکمنۍ پر مهال د عدم تشدد مبارزې مشري وه.

د انځور حقوق EMMANUEL DZIVENU/JOYNEWS
Image caption وهنتون مسوولینو د مجسمې لرې کول تایید کړ

خو کله چې د ځوانۍ پر مهال هغه په سویلي افریقا کې ژوند کاوه نو د تور پوټکو خلکو په اړه یې داسې څرګندونې کړې وې چې اوس ناندریزې بلل کېږي.

نوموړي په خپلو لیکنو کې تور پوټکي افریقایان د 'کافر ' په نامه یاد کړي چې د توکمپالنې په مانا تعبیریږي. نوموړي دغه راز ویلي چې هندیان په غیر عادي توګه تر تور پوټکو افریقایانو غوره خلک دي.

ورته مطالب