له سوریې د امریکا وتل؛ مسکو خوشال، واشنګټن اندېښمن

د انځور حقوق Reuters
Image caption نږدې دوه زره امریکايي پوځیان سوریه کې دي.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د داعش پرضد د دغه هېواد د بریالیتوب اعلانولو پسې له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل هم اعلان شول.

د ډونلډ ټرمپ په خبره، له دې تاریخي بري وروسته له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو وخت هم رسېدلی دی.

د امریکا دفاع وزارت وايي، له داعش سره د مبارزې لپاره بل پړاو ته تیارېږي.

* 'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'

* مسکو: واشنګټن دې سوریه کې له برید ډډه وکړي

خو زیاتوي چې د دې عملیاتو د وروستي پړاو په هکله مالومات د عملیاتو او د پوځیانو د خوندیتوب لپاره نه اعلانېږي.

نږدې دوه زره امریکايي پوځیان سوریه کې دي.

سره له دې چې ځینې سرچینې وايي، داعش لا هم د سوریې ځینې برخو کې تیت پرک شته، د امریکا ځینې پوځي قومندانانو دغه هېواد کې د پاتې کېدو هیله کړې وه.

په ورته مهال ځینې شنونکي امریکا کې اندېښمن دي چې له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو اصلي ګټه روسیې او ایران ته رسېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي سلو ورځو کې به دا پوځیان له سوریې ووځي.

سپینې ماڼۍ ویلي، امریکايي پوځیان به تیارسي وي او د اړتیا پر مهال به سوریه کې د امریکا له ګټو د دفاع لپاره ښکېلېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې ۲۴ ګړیو کې به د دغه هېواد ټول ډیپلوماټیک کارمنان له سوریې ووځي.

د داعش پرضد د امریکا ځانګړي استازي برټ مک ګورګ تېره اونۍ خبریالانو ته وویل، داعش سیمه کې له منځه نه ځي او امریکا به سوریه کې د ټیکاو لپاره وي.

خبري سرچینو له سوریې د امریکایي ځواکونو وتل د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ډونلډ ټرمپ له ټلیفونې خبرو سره تړلي بولي.

ډېری امریکايي پوځیان د سوریې شمال کې د کوردانو د ولکې سیمو کې دي.

ترکیې دا اونۍ وویل چې د سوریې شمال کې د دې کوردانو پرضد عملیات پیلوي.

د سوریې د کورد وسلوالو په لسګونو پلویانو بېګا د سپینې ماڼۍ مخ ته مظاهرې سره له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو سره مخالفت وښود.

غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption روسیه وايي، له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل دغه هېواد کې سیاسی حل ته لار برابروي.

له سوریې د امریکا د وتلو اعلان په کانګرېس کې د ځینې وتلو جمهوریپالو له نیوکو سره مخ شو.

جمهوریپال سناتور لینډزي ګراهم دا وتل د ایران د نفوذ د پراختیا په مانا وبلل.

هغه ټوېټر کې ولیکل، داعش په سوریه، عراق او افغانستان کې مات شوی نه دی.

هغه اندېښنه وښوده چې دا شاتګ به د امریکا د ملګرو په تاوان وي.

د مشرانو جرګې د بهرني سیاست د جرګه ګۍ جمهوریپال مشر باب کورکر هم دا پرېکړه سیاسي وبلله:

"په دې دوولسو کلونو کې چې کانګرېس کې یم، داسې پرېکړه مې نه ده لیدلې. تصور یې هم سخت دی یو ولسمشر دې سهار له خوب بیدار او دا پرېکړه دې وکړي، هغه هم چې نه یې په تړاو غږېدلی او نه یې تیاری وي".

بل جمهوريپال سناتور مارک روبیو هم له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل روسیې او ایران ته د دې هېواد د سپارلو په مانا بولي.

د روسیې هرکلی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سوریه کې د اووه کلنې کورنۍ جګړې له امله په میلیونونو خلک بې کوره یا کډوال شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کړی دی.

د دې وزارت ویانده ماریا زاخارووا د امریکا دا پرېکړه سوریه کې سیاسي حل ته د رسېدو په مانا بولي.

خو برتانیا ویلي چې د امریکا وروستۍ پرېکړه د داعش پرضد د نړیوال ایتلاف د ماموریت پای ته رسېدو مانا نه لري او خپله د دې ډلې پرضد مبارزې جاري ساتلو ته ژمن دی.

ورته مطالب