د یوې شېبې خوب تاوان څه کم ۴۰۰ زره ډالره؟

تایوان د انځور حقوق NEW TAIPEI CITY POLICE DEPARTMENT
Image caption دې سره دغه ټاپو کې د شتمنو او خوارو تر منځ د ژوند اړتیا پوره کولو توپیرونو هم بحثونه راپورته کړي دي.

شل کلن تایوانی ځوان لین چین شیانګ هغه وخت له یوې لویې بدمرغۍ سره مخامخ شو، چې شپې ناوخته له مزدورۍ کور ته پر لاره و، درانه خوب یې سترګې پټې کړې او موټر یې له دریو ګران بیه فیراري ډوله موټرو سره ټکر شو.

دغه پېښه کې څوک ټپیان نه شول.

دغه ځوان هغه مهال نور هم ځان بدمرغه وباله چې د ده وهل شویو ګاډو د ترمیم لګښت ورته ۱۲ میلیونه تایواني ډالره یا ۳۹۰ زره امریکايي ډالره وویل شو.

خو په ورته مهال د خلکو له لوري له ده سره د دغه لګښت پوره کولو کې د مرستې یوه غږ ناهیلی لین بېرته هیله من کړ.

دې سره دغه ټاپو کې د شتمنو او خوارو تر منځ د ژوند اړتیا پوره کولو توپیرونو هم بحثونه راپورته کړي دي.

د دغه ځوان پلار څو کاله مخکې مړشوی او ده د سږ کال لومړیو کې د دې لپاره کالج پرېښود چې له خوارې مور سره دکاندارۍ کې مرسته وکړي.

مور یې معبدونو کې د استعمال یو ډول کاغذ پلوري او لین د شپې لخوا یوه ځايي رستوران کې هم مزدوري کوي.

د یکشنبې ګهیځ څه باندې پنځه نیمې بجې وې، لین له کرۍ شپې مزدورۍ وروسته کور ته پر لار و چې ګاډی یې له دریو ولاړو فراري ګاډو سره ټکر شو.

د انځور حقوق NEW TAIPEI CITY POLICE DEPARTMENT
Image caption د مزدور لین سترګې له بې خوبۍ پټې شوې وې

دغه موټر پر اوږدې لارې د ځغلولو لپاره یوه ځای درول شوي وو. لین د چارشنبې پر ورځ بي بي سي ته وویل:

''هغه وخت راسره فکر پیدا شو، چې ځان مې په مصیبت اخته کړ. دا خو څه کوچنی زیان نه دی، مور خوارکۍ ته مې د ګټې پر ځای یو بل غم راوړ. ''

ځايي پولیس وايي، لین د ټکر پر وخت نشه نه وه کړې او مخکې یې هم د ګاډي چلولو مخینه پاکه صافه ده.

داسې حال کې چې لین او مور یې خواشیني او لاس تر زنې ناست وو داسې څه وشول چې دوی یې هېڅ تمه نه کوله.

د پېښې په باب د ځايي رسنیو له رپوټونو وروسته لسګونه ځايي خلک د پولیسو مرکز ته ورغلل او له لین سره د مرستې کولو هیله یې څرګنده کړه.

ځینې کسان د لین کور ته ورغلل چې له پلاستیکي څادرنو جوړ دی او د کور او دکان په ډول په ورته مهال استعمالېږي. دوی غوښتل د ګاډو ترمیم او قانوني لګښتونو کې له هغه سره مرسته وکړي. لین وايي:

''له ټولو ډېر منندوی یم چې خواخوږي یې راسره وکړه او مرستې ته یې لاس رااوږد کړ. ځینې خلک ان د هېواد له مرکزي برخو راغلي وو. ځینې کسانو تر ډېره زما دکان ته کتل. ''

دوی ټولو د مرستې وړاندیز کاوه. د ځینو خپل مالي حالت ډېر ښه نه و، خو بیا یې هم مرسته کوله.

کوم هېواد کې ښوونکي ته تر ټولو ډېر درناوی کېږي؟

د تایوان یو وزیر وايي نارینه باید په ناسته رفع حاجت وکړي

ځايي چارواکو خلکو ته ویلي هغه څوک چې مرسته کوي، باید خپلې پېسې د لین لپاره ځانګړي شوي رسمي حساب ته واستوي.

ویل کېږي تر اوسه سلو کسانو مرستې کړې چې کچه یې له څلورو امریکايي ډالرو تر ۶۵۰۰ ډالرو پورې رسېږي.

کالج هم لین ته ویلي چې کولای شي خپلې زده کړې له سره پیل کړي. نوموړی د منځني ښوونځي په وروستي ټولګي کې و چې پلار یې ومړ.

د انځور حقوق NEW TAIPEI CITY POLICE DEPARTMENT
Image caption د فیراري څښتنان په یوه اوږده ځغاسته کې د ګډون لپاره یو ځای شوي وو.

د لین یوه خور ښوونځي کې زده کړې کوي او یو بل ورور لري چې مزدوري کوي.

په ځايي رسنیو کې د دغه خبر له خپرېدو وروسته د خواله رسنیو ځايي کاروونکو د فراري ګاډو له څښتنانو غوښتي چې لین وبښي او د تاوان له اخیستو تېر شي.

که څه هم د یوه ګاډي څښتن ویلي، په زحمت یې د ګاډي پېسې ټولې کړې وې او تاوان به یې غواړي، خو لین وايي د ګاډو څښتنانو ورسره مهرباني کړي او په قسطونو یې د پېسو ورکړه منلې ده.

اړونده مطالب