خپله بدمرغي څنګه په نېکمرغي بدلوی شې؟

خوش نصیبی کا انحصار آپ کی سوچ اور رویے پر ہے

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

نېکمرغي او بدمرغي ستا سوچ او چلن سره تړلې ده.

ځینې خلک ولې تر نورو ډېر بختور وي؟ که له ځان دا پوښتنه کوې، نو لږ غور پر وکړه.

روانپوه ریچارډ وایزمېن وايي، دا خلک دي چې ځان خپله بدمرغ او نېکمرغ یا بدبخت او بختور کوي.

نوموړی دا خبره د هغې څېړنې له مخې کوي چې پر خلکو یې کړې او ژوند کې یې د قسمت یا بخت رول مطالعه کړی دی.

روانپوه ریچارډ وایزمېن خپله دا هڅه یوه ساینسي څېړنه بللې او بدبخت یې له هغو کسانو سره پرتله کړي چې ځانونه بختور بولي.

له دې څېړنې وروسته هغه په دې باور دی چې خوش بختي یا خوش قسمتي جادويي وړتیا نه ده، نه هم په طبیعي یا قدرتي ډول ترلاسه کېږي، بلکې په دې خبره پورې تړلې چې ته څنګه فکر او سوچ لرې او چلن دې څنګه دی.

د هغه په خبره، کوم کسان چې ځانونه بختور بولي، په اصل کې دا څلور کارونه کوي.

نوي چانسونه کارول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

نېکمرغي ته هرکلی وکړه او دوه زړی کېږه مه.

هغوی چې ځان بختور بولي دا وړتیا لري چې نه یوازې نوی چانس یا موقع پېژني بلکې په خپل وخت سمه ګټه هم ترې اخلي.

"کله چې د پرمختګ نوی چانس په نظر ور شي، نو په خوشالۍ منډې ور وهي".

ښاغلی وایزمېن وايي، بد بخت خلک د دوی اپوټه دي، دوی تل بیا بیا یو تکرار لري او هغه دا، که نوې موقع په لاس ور شي، نو له وېرې ترې ګټه نشي اخیستلی.

د زړه منل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

مثبتو شیانو ته فکر وکړه، د زړه ومنه او له چانس کار واخله.

د نوموړي په خبره، له نوي چانس ګټه اخیستل تر ډېره دې پورې تړلي چې ته د زړه خبره اورې که نه.

بختور خلک د زړه یا وجدان په خبره عمل کولو کې وېره نه لري.

کله چې یو شی ټیک یا سم ور ښکاره شي، لاس په کار کېږي او له نورو مخته کېږي.

د دې اپوټه بدبخت خلک په فطرتي ډول له اړتیا پرته هغه چانسونه ډېر ارزوي او په اصل کې یې له اصلي حالت پام اوړي او دغه عادت دوی ته ډېر تاوان اړولی دی.

ښاغلی وایزمېن وايي، دا خلک د شیانو یا چانسونو پېژندلو کې ځنډ کوي او دا ارزول یا سوچ کول یې ګټور نه وي.

د بري هیله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

بختور خلک هیله من وي او دې عادت سره پر ستونزو بریالي کېږي.

بختور خلک خپل کار ته هیله من وي او وايي چې کامیابېږي.

دا ډول خلک تل هیله لري چې بالاخره به هرڅه د دوی په ګټه وي او دا هغه څه دي چې دوی کامیابۍ ته رسوي.

د روانپوه ریچارډ وایزمېن په خبره، هر ځل داسې هم پکار نه دي، خو داسې خلک که له مشکل وخت سره مخ کېږي، نو مثبه یا هیلمنه رویه ور سره مرسته کوي او په دې ډول له ستختیو تېرېږي.

د بختورو خلکو دا وړتیا نه دا چې دوی بریالي کوي نور خلک یې هم خوا ته ورځي.

د دوی خلاف بدنصیب خلک ناهیلي وي او پایله کې له دوی خلک لرې کېږي ځکه دوی تل شکایت کوي.

مثبت اوسېدل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

بختور خلک ښه سوچ سره بدبختي هم په نېکمرغي بدلوي.

روانپوه وایزمېن وايي، تر ټولو مهم مثبت اوسېدل دي.

موږ هر یو له بدو پېښو سره مخ کېږو، خو بختور خلک له دا ډول تجربو وېره نه لري، بلکې له نوې جذبې او احساس سره مخ ته ور ځي.

د هغه په اند، دا خلک له بدو پېښو سبق زده کوي او خپل سفر جاري ساتي، چې پایله کې بدبختي(بدمرغي) هم په خوشبختي (نېکمرغي) بدلوي.

له بلې خوا کوم کسان چې ځان بدنصیب یا بدمرغ بولي، د لږ منفي څیز یا وړې بدې پېښې په مقابل کې هم همت بایلي.

دا خلک باوري وي چې راتلونکی یې تیاره دی، ځکه له ځان سره وايي، کوشش یا کومه هڅه پکار نه ده.

تاسو بختور کېدل غواړئ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

خپل بري یادول هم د بختورتوب لپاره در سره مرسته کوي.

تاسو دا بخت لرئ چې ځان بختور کړئ.

ریچارډ وایزمېن وايي، داسې لارې چارې شته چې عملي کولو سره یې هر څوک ځان له بدبختۍ اېستلی او بختور کېدلی شي.

یوه لار دا ده چې د خپل روښان راتلونکي لپاره د نېکمرغۍ ډایري جوړه کړئ او هغه څه پکې ولیکئ چې ښه وي. لکه نن ستاسو لپاره څه ښه و، که دا ډېره وړه خبره هم وي، خپله ډایري کې یې ولیکئ.

داسې کولو سره ستاسو له ذهن منفي شیان کمېږي او تاسو د ژوند مثبتو اړخونو ته د کتلو ډېر چانس پیدا کوئ.

په دې کې شک نشته چې موږ په ژوند کې داسې شیان هم لرو چې په واک کې مو نه دي، خو د دې ډایري جوړولو ګټه دا ده چې موږ ور سره زیارکښ کېږو او بد حالت سره خورا ښه مقابله کولی شو.

ښايي داسې کولو سره د بدلون اغېز ژر ښکاره نه شي، خو اونۍ، لس ورځې وروسته یې په ډېرو خلکو کې ښه اغیز لیدل پیل شوي دي.