د امریکا دفاع وزیر جیمس مټیس استعفا اعلان کړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي مټیس په خپل استعفا لیک کې له ښاغلي ټرمپ سره د پالیسي په تړاو د نظر پر اختلاف ټینګار کړی.

د امریکايي لوړپوړو مشرانو استعفاوو لړ کې د دفاع وزیر جیمز مټیس وروستی کس دی، چې استعفا کوي. نوموړی د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه اعلانه یوه وروځ وروسته د استعفا اعلان کړی چې وايي، له سوریې امریکايي پوځونه باسي.

داسې ګومان کېږي، ښاغلی مټیس له دې پرېکړې سره مخالف دی. ښاغلي مټیس په خپل استعفا لیک کې له ولسمشر ټرمپ سره د پالیسي په تړاو د نظر پر اختلاف ټینګار کړی.

نوموړي دغه راز ویلي، 'ولسمشر حق لري داسې څوک وټاکي چې زیات هم نظر یې وي. ' ۶۸ کلن جیمز مټیس به فبرورۍ کې دنده پرېږدي. ولسمشر ټرمپ تر اوسه د جنرال مټیس ځای ناستی نه دی اعلان کړی، خو وايي، ژر به یې اعلان کړي.

بل لور ته د پنجشنبې پر ورځ داسې رپوټونه هم ورکړل شول چې ګواکې سپینه ماڼۍ غواړي افغانستان کې هم خپلو پوځونو کې لږوالی راولي، خو چارواکو هغه رپوټونه نه دي تایید کړي چې ښايي ۷۰۰۰ امریکايي پوځیان له افغانستانه خپل هېواد ته ستانه شي.

جمهوریت غوښتونکی غړي لینډسې ګراهام وايي، له هغه ځایه د پوځونو ایستل به 'ډېره خطرناکه ستراتیژي ' وي چې سیمه کې د امریکا پرمختګ پر شاتګ بدلولای شي.

بل لور ته د متحدو ایالتونو کانګریس کې د دواړو ګوندونو مشرانو د جنرال مټیس د استعفا په تړاو حیرانتیا څرګنده کړې.

که څه هم ښاغلي مټیس په خپله استعفا کې له سوريې د پوځونو ایستلو یادونه نه ده کړې، خو نوموړي مخکې خبرداری ورکړی و، چې له دغه هېواده وختي وتل به 'ستراتیژیکه تېروتنه ' وي.

له سوریې د امریکا وتل؛ مسکو خوشال، واشنګټن اندېښمن

'امریکا د افغان جګړې ختمول غواړي، خو سرتېري نه وباسي'

امریکا: ایران 'نړۍ کې د ترهګرۍ لوی تمویلوونکی دی'

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار استعفا وکړه

نوموړي دغه راز د ناټو او روسیې په تړاو مسایلو کې هم د نظر اختلاف ته اشاره کړې.

واشنګټن کې د بي بي سي خبریال انتوني زیورچر وايي، ډونلډ ټرمپ ښايي هڅه وکړي، د جنرال مټیس استعفا ته ټول عمر د هغه له دولتي دندې وروسته د هغه د تقاعد بڼه ورکړي، خو داسې نه ده، بلکې دا یوه احتجاجي استعفا ده، چې څرګند او معلوم حقیقت دی.

داسې وخت کې چې له افغانستان د یو شمېر امریکايي پوځیانو وتلو ګنګوسې دي او ولسمشر ټرمپ له سوریې د پوځونو ایستلو امر کړی، د ښاغلي مټیس استعفا ته د هغه او ولسمشر ټرمپ تر منځ د نظر ژور اختلاف په سترګه کتل کېږي.

ښاغلي ټرمپ د چارشنبې پر ورځ له سوریې د نژدې ۲۰۰۰ پوځيانو ایستلو اعلان وکړ او موخه یې دا یاده کړه چې هلته اسلامي دولت نومې ډلې ته ماتې ورکړل شوې ده.

د انځور حقوق Reuters

خو رپوټونه وايي، د نوموړي دغه اقدام سره د ده د کابینې ځینې لوړ پوړي غړي مخالف دي. د دې تر څنګ د امریکا یو شمېر نړیوالو متحدینو هم پر دغه پرېکړه نیوکې کړې.