د امریکا یو شمېر حکومتي ادارې د بودیجوي جنجال له کبله تړل کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ وايي، که د سنا دیموکراتان د امریکا او مکسیکو پر پوله پر دیوال جوړلو هوکړه ونه کړي او د بودیجه قانون تصویب نه شي، دولت یې د اوږدمهاله ځنډ لپاره چمتوالی لري.

د امریکا او مکسیکو ترمنځ پر پوله د دیوال جوړولو لپاره د ولسشر ټرمپ لخوا غوښتل شوې بودیجې د تصویب پر سره ددې هېواد د سنا ډیموکراټان او جمهوري غوښتونکي هوکړې ته نه دي رسیدلي. له دې سره به د امریکا د حکومت ځینې برخې د بودیجې د قانون نه تصویبېدو له امله وتړل شي.

دا کار به د امریکا پروخت د شنبې په شپه ناوخته عملي شي.

په دې برخه کې د امریکا د وزارتونو، د فدرال دولت بنسټونو لکه د کورجوړونې، د کورني امنیت، د کرنې، بهرنیو چارو وزارتونه او د څارنوالۍ یو څلورمه نامهمه برخې ځنډيږي چې ټولټال پکې ۸۰۰ زره دولتي مامورین کار کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندې ویلي و، که د سنا دیموکراتان د امریکا او مکسیکو پر پوله پر دیوال جوړلو هوکړه ونه کړي او د بودیجې قانون تصویب نه شي، حکومت یې د اوږدمهاله ځنډ لپاره چمتووالی لري.

په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال ښاغلي ټرمپ وویل: "هیله لرم داسې ونه شي، خو موږ د اوږد مهاله ځنډ لپاره چمتوالی لرو."

ډونلډ ټرمپ امریکا ته د مکسیکويي کډوالو د ننوتلو د مخنیوي په پار د دواړو هېوادونو پر پوله د دیوال جوړولو لپاره له ۵ تر ۷ میلیارده ډالره بودیجه ځانګړې کولو غوښتونکی دی، خو دیموکراتان دا کار بې ګټې او د بودیجې ضایع کول ګڼي.

د امریکا ولسي جرګې د جمعې په ورځ د ښاغلي ټرمپ د بودیجې طرحې ته ۲۱۷ مثبت او ۱۸۵ منفي رایې ورکړې. خو په سنا کې بیا جمهوري غوښتونکي ددې طرحې د تصویب لپاره کافي رایه نه لري.

د امریکا دفاع وزیر جیمس مټیس استعفا اعلان کړه

ارګ: د امریکايي پوځ وتل پر امنیت ناوړه اغېز نه کوي

له سوریې د امریکا وتل؛ مسکو خوشال، واشنګټن اندېښمن

د سنا د تګلارې له مخې، ددې طرحې تصویب په دې جرګه کې د ۱۰۰ رایو نه ۶۰ ته اړتیا لري، خو جمهوري غوښتونکي د امریکا په سنا کې یوازې ۵۱ څوکۍ لري.

ښاغلي ټرمپ ویلي، که دولتي چارې وځنډيږي، د کرېسمس رخصتیو لپاره به فلوریدا ایالت ته لاړ نه شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption له مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړول د ټاکنو پرمهال د ټرمپ یوه انتخاباتي ژمنه وه.

له دې وړاندې هم د امریکا د حکومت ځینې برخې د ۲۰۱۸ کال پیل کې د بودیجې پر سر د اختلافونو له کبله تړل شوې وې.

له مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړول د ټاکنو پرمهال د ټرمپ یوه انتخاباتي ژمنه وه.

هغه دا دیوال امریکا ته له مکسیکو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره جوړول غواړي. هغه وايي: "دوی له ځان سره جرم او ناروغي امریکا ته راوړي."

ډونلډ ټرمپ وايي، دیموکراتان د پولو خوندیتوب ته پام نه کوي.

ورته مطالب