د بریتانیا دویم لوی هوايي ډګر کې ۳۶ ساعته الوتنې ځنډېدلي

د انځور حقوق EDDIE MITCHELL
Image caption د چارشنبې له ماښامه له کله نه چې لومړۍ الوتونکې وسیله پر هوایي ډګر راښکاره شوه د هغو په الوزوونکو پسې د پولیسو لټون پیل شوی و.

په برتانیه کې پولیس وایي دوه تنه یې په ناقانونه ډول د بې انسانه الوتونکو وسیلو یا ډرون په کارولو نیولي چې د هېواد دویم ستر هوایي ډګر ګاټویک ته راتلونکې او تلونکې الوتنې یې خورا کلکې ګډې وډې کړې.

پولیسو تر اوسه ددغو کسانو جزیات نه دي شریک کړي چې څوک دي او چېرې نیول شوي دي.

د چارشنبې له ماښامه له کله نه چې لومړۍ الوتونکې وسیله پر هوایي ډګر راښکاره شوه د هغو په الوزوونکو پسې د پولیسو لټون پیل شوی و.

ټولې الوتکې د ۳۶ ساعتو له پاره کېنول شوې او د جمعې په ورځ یوازې څو ساعته الوتنې پیل شوې چې بیا د بلې الوتونکې وسیلې د راڅرګندېدو خبر ورکړ شو.

بریتانیا د یوروسټار شرکت پلوري

د برتانیې شاهي نظام، شاهي کورنۍ او رول یې

ژباړونکو ته برتانیا کې د اوسېدو حق ورکول کېږي

د پروازونو بندېدو څه باندې ۱۰۰ زره کسان اغېزمن کړي دي.

د هوايي ډګر چارواکي وايي، د هوايي ډګر د بیا پرانیستو لپاره یې پوره نظامي چمتووالی نیول شوی دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption د پروازونو بندېدو څه باندې ۱۰۰ زره کسان اغېزمن کړي دي.

پولیس وايي، د بې پیلوټه الوتونکو وسیلو د "ناقانونه کارونې" په اړه جدي څېړنې دوام لري او له خلکو غوښتل شوي چې په دې اړه له دوی سره معلومات شریک کړي.

د ګاتویک هوايي ډګر چارواکي وايي چې په دغه ډګر کې ځواکونه ځای پرځای شوي او چمتوو دي چې دغه ډول نورې وسیلې کشف او خنثی کړي.