'ولسمشر ټرمپ له مخکې له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ایستلو فکر کاوه'

د انځور حقوق Getty Images

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې لیکلي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ډېر پخوا را هیسې له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ایستلو فکر کاوه خو دفاع وزیر جیمز مټیس او نورو چارواکو ټرمپ ته قناعت ورکړی و چې په افغانستان کې ځواکونه پریږدي چې پر طالبانو فشار دوام ولري.

د دې ورځپاڼې په وینا د امریکا په حکومت کې لوړ پوړه نظامي چارواکي په دې نظر و چې اوسنۍ ستراتیژي ګټوره ده.

الشرق الاوسط ورځپاڼې د اسلامي همکاریو د سازمان د مشر یوسف العثیمین له قوله لیکلي دا سازمان دداسې يوه مرکز په رامنځته کولو کار کوي چې له ترهګرۍ او سخت دریځۍ سره د مبارزې لپاره به کار کوي.

هغه ورځپاڼې ته ویلې ددې مرکز له خوا به په بیلابیلو اسلامي او نورو هېوادونو د رسنیو او فرهنګي بنسټونو له لارې داسې فعالیتونه ترسره شي چې په مسلمانانو کې اعتدال دود کړي.

ده ویلي داسې یوې سیاسي اډانې ته اړتیا ده چې د ځوانانو په منځ کې د سخت دریځۍ علتونه معلوم کړي او د مخنیوي لپاره یې ګامونه پورته کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسلامي همکاریو د سازمان مشر یوسف العثیمین ویلي دا سازمان دداسې يوه مرکز په رامنځته کولو کار کوي چې له ترهګرۍ او سخت دریځۍ سره د مبارزې لپاره به کار کوي.

ښاغلی العثیمین په دې برخه کې د رسنیو رول ته هم اشاره کړې چې په کار ده په خپل وار د ځوانانو په منځ کې د سخت دریځې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

"د سرتېرو اېستل؛ د افغان-امریکا جګړې د پای ته رسولو لومړی عملي ګام"

ارګ: د امریکايي پوځ وتل پر امنیت ناوړه اغېز نه کوي

خلیلزاد: طالبان مجبور دي له افغان حکومت سره خبرو ته کېني

ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې لیکلي بریتانیا چې د امریکا نژدې ملګرې ده له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه مخکې نه وه خبر او له له رسنیو خبره شوې.

د دې ورځپاڼې په وینا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه په افغانستان کې هم ځینې بهرني دپلوماتان ناخوښه دي.

ورځپاڼې د یوه ډپلومات له خولې لیکلي چې دا خبر طالبانو ته د کرېسمس د یوې ډالۍ په توګه بلل کېدای شي. داسې راپورونه هم شته چې په کابل کې د لویدیځو هېوادونو ډپلوماتان ددې مسالې د شاربلو لپاره غونډه کوي.

هندوستان ټایمز لیکي که څه هم له افغانستان د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه د افغان دولت رسمي غبرګون کې ویل شوي چې د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان پر امنیتي وضعیت اغیز نه کوي خو په امریکا کې او په کور دننه غبرګونونه زیږه دي او ځینو مخکښو سیاستوالو ددې اقدام د پایلو په اړه خبر داری ورکړی.

د انځور حقوق EDDIE MITCHELL
Image caption لندن یو لوی هوايي ډګر ګیټ ویک د نامعلومو الوتونکو یا ډرون له امله وتړل شو. پولیسو یې په تړاو دوه کسان نیولي دي.

ورځپاڼه هغه خبر داري ته هم اشاره کوي چې مخکښ سناتور لینزې ګراهام ویلي دا ډول یو اقدام د سپتمبر د یوولسمې پېښې په شان بلې پېښې ته لاره هواروي.

وروسته له هغه چې د لندن یو لوی هوايي ډګر ګیټ ویک د نامعلومو الوتونکو یا ډرون له امله وتړل شو انډیپنډینټ ورځپاڼې پوښتنه کړې چې ایا اوس ددې وخت رارسیدلی چې د دا ډول الوتکو یا ډرون قانون ته بیا کتنه وشي.

ورځپاڼه دې پوښتنې په ځواب کې وايي په دې برخه کې یو نوی قانون تر لاسه لاندې چې ښايي پولیس ددا ډول پیښو د مخنیوي او له هغو سره د چلند لپاره ځینې نور واکونه ولري، خو د دې قانون د بشپړولو بهیر وخت غواړي او ښايي تر هغه وخت د ډرون په ټکنالوژۍ کې ځینې نور بدلونونه راشي.

خو ورځپاڼه هیله ښيي چې نوی قانون به داسې یوه اډانه رامنځته کړي چې له مخې یې له ډرون سره د چلند لپاره چټک ګامونه پورته کړل شي.