د اسلام اباد ښوونځیو کې څومره نجونې نشه کوي؟
- سحر بلوچ
- بي بي سي
د پاکستان کورنیو چارو وزیر شهریار خان اپريدي دا وروستیو کې ویلي، د پلازمېنې اسلام اباد د ښوونځیو ۷۵ سلنه زده کونکې او ۵۵ سلنه زده کونکي نشه کوي.
د ښاغلي اپريدي پر دې څرګندونو چې د نشه يي موادو د مخنیوي ادارې مشر هم دی، ډېرې نیوکې شوې.
تعلیمي ماهرین او د نشه يي موادو مخنیوي یو شمېر کارکونکي د نوموړي له دې شمېرو سره یوه خوله نه دي. ښاغلي اپريدي وویل، دی پاکستان کې د یوې تر سره شوې سروې پر بنسټ دا خبرې کوي، خو هغه د سروې نوم یا سرچینه یاده نه کړه.
دغه راز نوموړي او وزارت یې د بي بي سي له لوري له پرلپسې پوښتنو وروسته هم دې لړ کې کوم ځواب نه دی ویلی.
ځايي پولیس وايي یو شمېر نشه پلورونکي یې نیولي دي
بي بي سي له دې قضیې وروسته پلازمېنه اسلام اباد کې د یو شمېر ښوونځیو له انتظامیه کسانو او تعلیم ماهرینو سره خبرې وکړې.
له دې خبرو معلومه شوه، چې که د وزیر اپریدي د څرګندونو سرچینه معلومه نه ده، نو د پلازمینې ښوونځیو کې د نشه کوونکو زده کوونکو شمېر هم په ډېرېدو دی.
د پاکستان بشري حقونو وزیرې شیرین مزارې دې لړ کې پاکستان ملي اسمبلۍ ته وویل، چې اصلاً اویا سلنه زده کونکې نجونې نشه نه کوي، بلکې شمېر یې ۷۰ سلنه ډېر شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې د اسلام اباد ښوونځیو کې د نشې کولو خبره کېږي، بلکې د ۲۰۱۶ کال اکتوبر کې دغه موضوع د پاکستان سنا مجلس یا مشرانو جرګه کې هم راپورته شوې وه.
هغه مهال د ساوت ایشین ستراتيژیک انسټیټیوټ 'سیسي ' نومې غیر دولتي ادارې په رپوټ کې ویل شوي و، چې د اسلام اباد ۴۰ تعلیمي ادارو کې ۴۰۰ نجونې او هلکان نشه کوي.
د وزیر شهریار اپریدي پر څرګندونو نیوکې شوې
هغه رپوټ کې ویل شوي و، چې ډېر نشه کوونکي د خصوصي ښوونځیو زده کونکي دي. رپوټ کې د بنګو، زینیکس، میت، هیروین، او پي ای نومې نشه يي موادو یادونه شوې چې ګواکې د ښوونځیو زده کوونکي یې کارووي.
بل لور ته اسلام اباد پولیسو ویاند بي بي سي ته وویل، د لومړي وزیر عمران خان په امر یې تېره یوه نیمه میاشت کې لس داسې کسان نیولي چې نشه يي مواد پلوري.
بي بي سي سره خبرو کې یو شمېر زده کوونکو د نوم نه یادولو په شرط ومنله چې یو نه یو ډول نشه کوي یا یې کړې ده. یوې زده کونکې وویل:
''د ایس نشه ځکه نه کوم، چې وس یې نه لرم، خو د غم غلطولو لپاره مې نشه يي مواد استعمال کړي، چې اپر نوميږي. هغه وايي که مو پلار ته د نشې کولو خبره وکړم، ښايي هغوی پوه نه شي، خو دا زما د ژوند لپاره مهم دي، او زه دا ځکه کوم چې بله حل لاره ځانوژنه ده چې زه یې نه کوم. ''
اوس پوښتنه دا ده چې ایا رښتیا د کورنیو چارو وزیر له وینا سره سم د اسلام اباد ښوونځیو له څلورو درې زده کونکې نشه کوي؟
د سیسي رپوټ کې یوه څرګنده خبره دا ده چې دا یوه څېړنه ده او دا داسې یو حقیقت نه منل کېږي چې رښتیا وجود لري.
کله چې د دغې ادارې له ماریه سلطانه وپوښتل شول چې څېړنه د رښتیني حالت ویندویه بلل کېدای شي؟ ځواب کې یې وویل، پر دې موضوع نوره څېړنه هم کېدای شي، خو هغه وايي د خپل رپوټ په تړاو هرې پوښتنې ځواب ته چمتو دي، ځکه په وینا یې د دوی د رپوټ بنسټ (رښتینی) دی.