د اندونیزیا مرګونی څونامي کې تر ۲۲۰ ډېر کسان وژل شوي

سونامي د انځور حقوق Getty Images
Image caption لومړني رپوټونه وايي چې د کراکاتوا ټاپو په یوه غره کې اورشېندنې د سیند په منځ کې زلزله رامنځ ته کړې او بیا ناڅاپه نیمه شپه کې د اوبو لوی موجونه په استوګنځیو ورغلي.

اندونیزیا اعلان کړی چې د دې هېواد د تنګه سوندا ټاپو کې څونامي تر ۲۲۰ ډېر کسان وژلي او ۸۴۳ نور ژوبل دي.

چارواکي وايي، ځینې کسان ترې تم دي.

لومړني رپوټونه وايي چې د کراکاتوا ټاپو په یوه غره کې اورشېندنې د سیند په منځ کې زلزله رامنځ ته کړې او بیا ناڅاپه نیمه شپه کې د اوبو لوی موجونه په استوګنیځو سیمو ورغلي.

دې پېښې د پانډګلانګ، سویلي لامپانګ او سرانګ سیمې اغېزمنې کړې دي.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو مدیریت مشر په خپل ټویټر کې انځورونه خپاره کړي ښيي چې ګاډي اوښتي، سړکونه سیل وهلي او ځینې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

چارواکي وايي امکان شته چې مرګ ژوبله لوړه شي.

ددې هېواد سرې میاشتې ادارې ویلي، ددوی کارکوونکی اغېزمنو شویو سېمو ګرځي چې اړمن خلک وژغوري.

تنګه سوندا د دوه جزیرو، ختیځ کې جاوه او په لویدیځ کې د سوماترا ترمنځ ټاپو ده.

د تېرې سپټمبر میاشتې په ورستیو کې، د اندونیزیا په یو بل ښار کې له سونامي رامنځ ته شوې ۷،۵ درجې زلزلې شاوخوا دو زره کسان ووژل شول.

د انځور حقوق OYSTEIN LUND ANDERSEN
Image caption دې پېښې د پانډګلانګ، سویلي لامپانګ او سرانګ سیمې اغېزمنې کړې دي.

هغه مهال د سولاوسي په ټاپو کې د سمندر موجونه شاخوا درې متره لوړ شوي وو.

په اندونیزیا او شاوخوا سیمو کې ګڼ شمېر ویده اورشیندي شته چې وخت نا وخت د قوي زلزلو او سونامي لامل کېږي، ځکه دا هېواد په رېنګ اف فایر یا پرلپسې زلزلو او اورشیندو سیمه کې پروت دی.

د ناروې اوسېدونکی اوسټین لنډ انډېرسېن وايي، د سمندر غاړه کې یې د اورشېندنې عکاسي کوله او داسې څه یې ترسترګو نه شو چې وښيي موجونه په لوړېدو دي.

"زه یوازې وم، کورنۍ مې ویده وه، ناڅاپه مې وکتل چې لوی موجونه را روان دي. زه وتښتېدم."

نوموړی له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې دی او نور خلک چې هوټل کې وو، ټول نژدې ځنګل ته ورغلل او هلته یوې لوړې سیمې ته وختل.

ورته مطالب