افغانستان کې د ټاکنو پرسر د ارګ او ټاکنو کمیسیون ناندرۍ

ټاکنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوه اونۍ مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو مهالویش اعلان کړ چې پر بنسټ به یې د ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای یوازې په غزنې کې د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال د ټاکنو له خپلواک کمیسیونه غوښتې، که راتلونکي پسرلي کې له ولسمشرۍ ټاکنو سره یوځای په غزني کې د ولسي جرګې او په ټول هېواد کې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې یوځای نه شي ترسره کولی، حکومت ته دې خپل دلایل وړاندې کړي.

وړاندې افغان حکومت د ټاکنو له خپلواک کمیسون نه غوښته کړې وه چې دا ټاکنې دې ټولې یوځای ترسره کړي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ټاکنو پر کمیسیون نیوکه کړې چې د کمزوري مدیریت له کبله یې تراوسه ولسي جرګې د تېرو ټاکنو لومړنۍ پایلې په بشپړه ډول نه دي اعلان کړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د قانون په هیڅ ځای کې نه دي ویل شوي چې څلور واړه ټاکنې دي یو ځای تر سره شي.

د دغه کمیسیون په وینا تېرو تجربو ته په کتو به راتلوونکې ولسمشریز ټاکنې رڼې او په مدیریتي لحاظ منظمي وي.

په افغانستان کې د را تلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوملیکنې بهیر له پیلېدو سره سم، د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش، د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د ولسمشریز ټاکنو د مهالویش په اعلانولو نیوکه کړې.

نوموړي پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي، افغان حکومت د ټاکنو له کمیسیونه غوښتي و چې د ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای، په غزني کې د ولسي جرګې او په ټول افغانستان کې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې یو ځای تر سره کړي.

یوه اونۍ مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو مهالویش اعلان کړ چې پر بنسټ به یې د ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای یوازې په غزنې کې د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شي.

له کندهار او هرات پارلمان ته تر ډېره نوي کسان بریالي شوي

له نږدې یوې اونۍ ځنډ وروسته د کابل "رایې شمېرل بیا پیل" شول

افغان ټاکنې: د کابل رایو باطلولو پر پرېکړه له سره غور کېږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند عزیز ابراهیمي د سرور دانش د نیوکې په ځواب کې بي بي سي ته وویل، امکاناتو ته په کتو سره د څلورو واړو ټاکنو یو ځای تر سره کول، د دغه کمیسیون له توانه وتلې خبره ده.

"د قانوني په هیڅ ځای کې نه دي راغلي چې یو ځای دې څلور ټاکنې تر سره شي. موږ غواړو یوازې ولسمشریزي او په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې چې د سیاسي له ناندریو له امله تر سره نه شوې، د وري په ۳۱مه تر سره کړو. د وخت، مدیریت او ځینو نورو ستونزو له امله چې د دغه ملي بهیر پر وړاندې پرتې دي، نه شو کولای چې په یو وخت څلور واړه ټاکنې تر سره کړو."

د انځور حقوق د دویم مرستیال د فیسبوک پاڼه
Image caption نوموړي پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي، افغان حکومت د ټاکنو له کمیسیونه غوښتي و چې د ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای، په غزني کې د ولسي جرګې او په ټول افغانستان کې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې یو ځای تر سره کړي.

خو د ولسمشردویم مرستیال وايي، که په راتلوونکي پسرلي کې څلور واړه ټاکنې یو ځای تر سره نه شي، په وینا یې قانوني ستونزه رامنځته کېږي.

ښاغلي دانش زیاتوي، په مشرانو جرګه کې د یو ثلث وکیلانو کاري موده پای ته رسیدلې او د اساسي قانون له مخې باید د دغه مجلس یو ثلث د ولسوالیو شوراګانو له وکیلانو جوړ شي. هغه وايي، که چیري د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې نه کېږي نو دغه استازي له کوم ادرسه مشرانو جرګې ته معرفي کېږي.

ښاغلي دانش د ټاکنو له کمیسیونه پوښتلي: "که په مشرانو جرګه کې د ولسوالیو شوراګانو استازي نه وي نو کمیسیون به د دغې جرګې مشروعیت څه ډول توجيه کوي؟"

بلخوا ځینو ټاکنڅارو بنسټونو تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې په کمیسیون او بهیرونو کې د بدلون غوښتنه کړې ده. دوی وایي د تلې میاشتې پارلماني ټاکنو ډېرې ستونزې درلودې چې د حل لارو له موندلو پرته یې نورو ټاکنو ته تګ ښې پایلې نه شي درلودلی.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا مشر یې یوسف رشید له بي بي سي سره په مرکه کې ولسمشرۍ ته د نوماندېدو بهیر هم له ستونزو ډک وباله.

اړونده مطالب

ورته مطالب