د امریکا د دفاع وزارت لپاره نوی سرپرست وټاکل شو

شناهن د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ ویلي، شناهن تکړه کس دی او ډېرې لاسته راوړنې لري

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دفاع وزارت مرستیال پټرېک شاناهن د همدې وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی. ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه د ښاغلي شاناهن د ټاکل کېدو اعلان کړی او ویلي یې دي، نوموړی به د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له ولومړۍ نېټې څخه خپله دنده پیلوي.

ښاغلي ټرمپ لیکلي، پټرېک شاناهن د دفاع وزارت د مرستیال په توګه ډېرې لاسته راوړنې لري او تکړه کس دی.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې همدا تېره جمعه د امریکا د دفاع پخواني وزیر جېمز مټېس له خپلې دندې استعفا وکړه.

ښاغلي مټېس څرګنده کړې وه چې په ځینو مسایلو کې له ولسمشر ټرمپ سره د نظر اختلاف لري او له همدې کبله اړ شو چې دفاع وزارت پرېږدي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شناهن تر دې دمه د امریکا د دفاع وزارت مرستیال و

د شنونکو په بارو، له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو ناڅاپي اعلان او همدا راز په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د شمېر د راکمولو په اړه رپوټونه هغه څه وو چې د ولسمشر ټرمپ او جېمز مټېس ترمنځ خنډ شول.

د استعفا پر وخت جنرال مټېس ویلي وو، ولسمشر حق لري داسې یو کس د دفاع وزیر وټاکي چې لیدلوری یې له ده سره یو شان وي.

که څه هم د امریکا حکومت تر دې دمه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر کمولو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو رسنیزو ګنګوسو هم په افغانستان او هم امریکا کې یو شمېر شنونکي او ان چارواکي وارخطا کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د دفاع پخواني وزیر جېمز مټېس تېره جمعه استعفا وکړه

یو شمېر افغان چارواکو هم دې رپوټونو ته په غبرګون کې ویلي، د امریکایي پوځیان کمېدل به د افغانستان پر امنیتي وضعیت ډېر اغېز ونلري، ځکه افغان ځواکونو وار د مخه امنیتي مسوولیت ته اوږه ورکړې او خپله دفاع کولی شي.

بله خوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اوسني امریکایي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، تر اوسه یې په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو شمېر کمولو په اړه هېڅ امر نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي د یکشبنې پر ورځ د ننګرهار له والي حیات الله حیات سره په لیدنه کې وویل، که افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر کم هم شي خو د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ بهیر به دوام لري او هېڅ کوم لوی بدلونه به پکې نه راځي.

لا مالومه نه ده چې پټرېک شناهن به د څومره مودې لپاره د دفاع وزارت سرپرست وي، او یا دا چې په دایمي توګه به دا وزارت ور سپارل کېږي او که نه.

بل لور ته د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکغون ویلي، دې خبرې سخت خپه کړی چې ولسمشر ټرمپ خپل پوځیان له سوریې څخه وباسي. ویل کېږي نوموړي پر تیلیفون ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې داسې ونکړي، او اعلان یې کړی چې فرانسوي ځواکونه به په سوریه کې پاتې کېږي.

ورته مطالب