اندونیزیا کې څونامي: د وژل شویو شمېر ۳۷۳ تنو ته ورسېد

څونامي د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption څونامي په سلګونو کورونه هم وران کړل.

د اندونیزیا د بېړنو پېښو د کنترول اداره وایي، د شنبې ورځې د څونامي او سمندري توپان پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷۳ ته رسېدلی دی. چارواکي وایي کابو یو نیم زر کسان ژوبل دي او ۱۲۸ نور لادرکه دي.

د اناک کراکاتوا اورشیندي سره نږدې خلکو ته ویل شوي چې له سمندرغاړې لرې اوسي، ځکه وېره شته چې بله څونامي وشي. د سمندر درنو څپو د سوماترا ټاپو څنډو کې د شنبې په ورځ هم تر ۲۸۱ کسان ووژل او ۸۴۳ یې ټپیان کړل.

ویل کېږي اورشیندي په سمندر کې ځمکه خوځولې او له امله یې مرګونې څونامي شوې ده.

اناک کراکاتوا اورشنیدي د یکشنبې په ورځ بیا دود او ایرې غورځولې.

له الوتکې اخیستل شوې ویډیو د سوماترا او جاوا ترمنځ په سوانډا تنګي کې د دې پېښې حالت ښيي.

بندو سړکونو ژغورونکي او مرستندویان له ستونزو سره مخ کړي، خو د هوا له لارې سختو زیانمنو سیمو ته د توکو رسول روان دي.

د انځور حقوق OYSTEIN LUND ANDERSEN

د اندونیزیا د طبیعي پېښو سره د مقابلې ادارې مشر سوتوپو پوروو نوګروهو د یکشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، د هواپوهنې، اقلیم پوهنې او جیو فیزیک سپارښتنې دا دي چې خلک باید د اوبو څنډې ته ور نه شي او تر څه مهال له سمندرغاړې لرې اوسي.

هغه زیاته کړه، لا هم د یوې بلې څونامي د پېښېدو وېره شته، ځکه د اناک کراکاتوا اورشنیدی خوټېږي او په څونامي بدلېدی شي.

اناک کراکاتوا د کراکاتوا د زوی په مانا دی، هغه اورشیندی ټاپو چې پر ۱۹۲۷ کال د کراکاتوا له خوټېدو وروسته جوړ شو او وروستیو میاشتو کې له بل هر وخت ډېر ژوند دی.

دغه اورشیندی د جمعې په ورځ د دوو دقیقو او ۱۲ ثانیو لپاره وخوټېده او تر ۴۰۰ مترو لوړوالي سره یې د ایرو ورېځ رامنځ ته کړه.

ولې د شنبې ورځې څونامي مرګونې شوه؟

د انځور حقوق Reuters/AntraFoto

دا څونامي د رخصتۍ په ورځ ځايي وخت ۲۱:۳۰ بجې پېښه شوه، خو لږ خبرداری ور سره و.

سره له دې چې څونامي اوبو کې د زلزلې له امله ده، له پېښې مخکې د سمندر اوبه په شا نه لاړې.

خو بیا هم رویټرز خبري اژانس د ځینې چارواکو له خولې وايي، چې ځینې سیمو کې د څونامي د خطر زنګ ووهل شو.

دې څپو د لوېدیځې جاوا په څو بوختو سیلګري سیمو کې سلګونو ودانۍ ورانې کړې، ګاډي یې له ځان سره یووړل او ونې یې ونړولې.

ورته مطالب