د مسلمانانو خاموشي د هند راتلونکی څومره ګواښي؟

جومات د انځور حقوق Getty Images
Image caption شنونکي وايي د مسلمانانو چوپتیا د هند راتلونکي لپاره ښه نه ده.

تېرو ورځو کې وتلي هنرمن نصیرالدین شاه په هند کې زیاتېدونکي مذهبي توپیر باندې اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې دا زهر ټول هېواد کې خورېږي او بیا به یې ژر کابو کول ناشوني وي. هغه له ټولو منځلارو وغوښتل چې له اوسني حالت ونه وېرېږي بلکې پرضد یې غږ پورته کړي.

نصیرالدین شاه یوازې یو مخکښ هنرمن او د تیاتر لوبغاړی نه دی، بلکې یو ځیرک پوه هم دی.

* بابری جومات؛ "چې ورانولو یې د هند سیاست بدل کړ"

* مودي: باید مسلمان ځوانان یوه لاس کې قران کریم او بل کې کمپیوټر ولري

د روانې اونۍ لومړیو کې د هند د وتلې ورځپاڼې انډین ایکسپرېس له خبریالانو سره د مهاتما ګاندي د لمسي ارج موهن ګاندي لویه مرکه خپره شوه.

راج موهن تاریخپوه دی او د امریکا یوه پوهنتون کې د سوېلي اسیا د څېړنو مرکز کې پوهاند دی.

هغه وویل، دا ډېره خواشینوونکې ده چې د مسلمانانو لوی شمېر په دې باور دي چې غلي پاتې شي.

زموږ په څېر خلکو ته چې له اکثریت ټولنې سره تړاو لري د مسلمانانو چوپتیا ډېره دردوونکی حقیقت دی.

د پخوانیو چارواکو غوښتنه

د انځور حقوق AFP

تېرو ورځو کې له ۸۰ ډېرو پخوانیو نوموتو چارواکو له هندیانو وغوښتل چې د کرکې او ټکر د سیاست خلاف جګړې ته یو موټی شي.

دوی دا هم ویل، چې د هېواد کیڼ لاسی سیاست هغه بنسټیز اصول له منځه وړل غواړي چې د هند ولسواکي یا جمهوریت پرې ولاړ دی.

* هند؛ مسلمانان دې د لمانځه غم پخپله وخوري

* د احمد شاه بابا د لمانځه ځای او د هر چا کور

هند کې چې د مذهبي تعصب یا کرکې او ټکر کوم حالت جوړ شوی، اصل پام یې مسلمانانو ته دی.

څو ډلو پر موجوده حالت اندېښنه وښوده، خو مسلمانانو پوره خاموشي اختیار کړې ده.

د ځایونو د نومونو بدلول

د انځور حقوق PRAVEEN JAIN/BBC
Image caption د ۱۹۹۲ کال د ډیسمبر پر ۶ هند کې بابری جومات ونړول شو.

اوس په مندر د محل بدلولو خبره کېږي، دا پرېکړه هم کېږي چې د فیض اباد نوم ایودهیا او د اله اباد نوم پریاګ شي، د ایودیا په جنجالي ځمکه د مندر جوړولو نارې وهل کېږي، مسلمانان نه څه وايي او نه کوم غبرګون ښيي.

دا چوپتیا سوله ییزه نه ده، بلکې دا درد کې ډوبه خاموشي ده، د هغې بې وسۍ انځور ده چې دا مهال یې د هند ۱۸۰ میلیونه مسلمانان ګیر کړي دي.

* د لومړۍ نړیوالې جګړې هېر شوي مسلمان سرتېري

* ډېلې: د بابري جومات پر ځای د مندر جوړولو لاریون

د هند مسلمانان چې اوس له کوم حالت سره مخ دي، د دغه هېواد څو پخوانیو نسلونو هیڅکله لیدلی نه و.

مسلمانان ټولنیزه، اقتصادي، تعلیمي او هره برخه کې له سخت فشار سره مخ دي.

سیاست کې څنډې ته کېږي، سیاسي نمایندګیو کې اوس خورا ټيټه کچه کې دي، لوړو زدکړو کې هم د پخوا پرتله شاته دي.

د انځور حقوق Getty Images

د هند مسلمانان دا مهال یو ډول وېره احساسوي، خو د دې وېرې او بې وسۍ حل خاموشي ده؟

شنونکي وايي، د مسلمانانو دا چوپتیا د هند د راتلونکي لپاره ښه نه ده. دوی وايي دا بې وسي یوازې تر مسلمانانو محدوده نه ده، د ټولنې څو نور پاړکي هم له ستونزو سره مخ دي، خو له حالاتو سره د مقابلې په ځای شاتګ او د اوز اوچتولو په ځای خاموشي غوره کول یې د هندي جمهوریت یا ولسواکۍ ته خورا زیانمن ثابتېدی شي.

هره نظریه، سیاست او حکومت چې د هېواد ټولو وګړو ته په یوه سترګه ونه ګوري، یو ډول حالت کې هم د منلو نه وي، پر تعصب او وېش ولاړ نظام کې یوه پاړکي ته نه بلکې په ټولیز ډول ټول هېواد ته زیان رسوي.