هغه کس چې په کال کې ډیزني ته ۳ میلیارد ډالر ګټي

Andy Mooney د انځور حقوق Fender
Image caption انډي موني خپلې دندې سکاټلنډ کې له کوچني کلي بېل او له بېک او ډیزني سره تر کار وروسته امریکا کې د ګیتار فونډر کمپنۍ سره ی، خای کړ.

د بي بي سي "دې باس" اونیزه خپرونه هره اونۍ د نړۍ له بېلابېلو برخو يو کاروباري مشر معرفي کوي. دا اونۍ يې د ګيتار د شرکت فېنډر له اجرايي مشر او په نایک او ډېزني شرکتونو کې له پخواني مخکښ اجرايي مشر اندي موني سره خبرې کړې.

اندي موني د ارېزونا ایالت په فونېکس کې د مصنوعي یخ په یوه ټوټه په کتار کې ولاړ و چې ذهن ته يوه خبره ورغله او تر ننه ډیزني بوختوونکي شرکت ته په کال کې له درې مېليارده ډالرو ډېره ګټه راوړي.

دا ۲۰۰۰م کال و. هغه مهال په خټه سکاټ ښاغلی موني د ډیزني شرکت د مصروفوونکو د محصولاتو د څانګې مشر ټاکل شوی و.

هغه دغه شرکت ته په نایک کې له شل کاله کار وروسته راغلی و او سخت کار يې کاوه چې ځان د کاروبار په هره برخه کې په چټکۍ مخکې کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کله چې موني د میندو او نجونو جامې ولیدې نو د خپلې کمپنۍ لپاره د نوي تولید فکر ور سره پیدا شو.

په دې کې دا هم راتلل چې په یخک د ډیزني توليد هم وګوري؛ هلته سکښتونکو د ډیزني توري په یخ کښل.

د ننوتو پر مهال په ليکه کې ولاړ و چې پام يې شو ګڼو نجونو او د هغوی میندو تر ډېره د شهزادګیو په څېر جامې اغوستې چې د ډیزني ښځینه اتلانو لکه سنو وایټ، سېندرېلا او ارورا په څېر ښکاره شي.

ډیزني هغه مهال ورته جامې نه پلورلې، خو ښاغلی موني سملاسي دې پایلې ته ورسېد چې شرکت يې په دې برخه کې له شته ګټې بې برخې دی.

۳۶کلن ښاغلی موني وايي "زه په لیکه کې ولاړ وم، نجونو او د هغوی میندو ته مې کتل، ټولو له سره تر پښو د شهزادګیو په څېر جامې اغوستې وې چې په کورونو کې يې ګنډلې وې".

"زه له څو میندو سره وغږېدم چې که ډیزني دا ډول رسمي جامې لکه تا چې اغوستې دي جوړې کړې وابه یې خلې؟ ټولو ځواب راکړ چې ډېرې به وپېري".

"نو زه په بيړه بېرته د لاس انجلس په بوربنک کې د ډیزني مرکزي دفتر ته لاړم او د ډیزني د شهزداګیو [جامو] لړۍ مو ډېر ژر پیل کړه".

د انځور حقوق Ellie Mitchell

ښاغلي موني او د هغه ټیم ډېر ژر هلته د شته ښځینه د اغوستل شوو جامو په څېر جامې بازار ته وړاندې کړې او له کتابونو، لوبتکو، مجلو او کمپیوټري لوبو نيولې د خوړو تر تولیدوونکو ټولو ښځينه کرکټرونو ته يې شاملې کړې.

ډیزني له ځوانو نيولې تر زړو پورې د ټولو ښځینه مینه والو لپاره د ډیزني شهزادګۍ جامې معرفي کړې.

هغه وايي: " د ۲۰۰۱ کال په پای کې د ډیزني شهزادګۍ جامې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره پلورل شوې وې او اوس په کال کې شاوخوا ۶ میلیارد ډالره پلورل کېږي".

دا هغه بریا نه ده چې ښاغلي موني يې د سکاټلنډ د پلازمينې اېدنبره او ګلاسګو تر منځ په وایټبرن ښار کې د را لوېدو پر مهال په ژوند کې د تر لاسولو خوب ليدلی.

هغه د کان د یوه کارګر زوی دی او ښوونځی يې په شپاړس کلنۍ کې پرې اېښی او بیا د ټایر په يوه فابريکه کې د مالي په توګه روزل شوی.

هغه وروسته د بوټانو د توليد د امریکايي شرکت نایک په وده کې هم رول ولوباوه.

هغه په ډېزني کې له بريا وروسته اوس په فېنډر کې اجرايي مشر دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د موني نظریه اوس ډیزني لپاره د کال درې ملیارد ډالر ګټي

دغه شرکت د هغه لپاره ځکه د خوبونو وظیفه ده چې له کوچنيوالي يې ګيتار غږاوه.

هغه چې په۱۹۸۰ کال کې د ټایر د تولید له شرکت څخه لاړ ۲۵ کلن و او په برېتانیا کې يې د نایک امریکايي شرکت د مالي مسوول په توګه کار پیل کړ.

که څه هم د هغه دنده یوازې مالي مسوولیت و، هغه په دې برخه کې هم د خپلو مشرانو نظر ځان ته واړاوه چې تشخیصول به يې چې کوم بوټان به ښه وپلورل شي او څرنګه به نایک هغه ډېر وپلوري.

له همدې امله نایک په ۱۹۸۲ کال کې هغه د بازار موندنې د برخې مشر کړ.

دوه کاله وروسته په اورېګن کې د نایک د مرکزي دفتر د بازار موندنې ډلې جذب کړ او هلته د بازارموندنې مخکښ مدير شو.

ښاغلی موني وايي په نایک کې له شل کاله کار وروسته ډیزني ترې د کار غوښتنه وکړه او دا د هغه لپاره په ۲۰۰۰ کال کې نوی هدف شو او هلته يې د مصرفوونکو د محصولاتو د برخې مشر شو.

د انځور حقوق Getty Images

په ډېزني کې يې یوولس کاله کار وکړ.

له هغه ځایه ۲۶ میاشتې د سپورتي توکو د برنډ کوېک سېلور اجرايي مشر شو او دا هغه ځای و چې وايي کارونه هغه ډول پر مخ نه لاړل چې ده یې تمه لرله.

هغه مهال چې کوېک سېلور ته ورغی، په دغه شرکت له یوه میلیارد ډالرو ډېر پور و.

ښاغلی موني وايي اوس ویاړم چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په فېنډر کې اجرايي مشر یم.

دا د هغه چا لپاره چې همدا اوس د څلوېښتو ګيتارونو ټولګه لري د خوښې وړ دنده ده. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption موتي په ډیزني کې ۱۱ کلونه تېر کړي دي.

هغه وايي د فېنډر کلنی عاید پنځه سوه مېلیونه ډالره دی، خو غواړي چې دا عاید په داسې ډول زیات کړي چې ورسره به د هغو کسانو شمېر راټيټ شي چې د ګيتار له زدکړې نهیلي کېږي.

د ګيتار په زدکړه کې د ډېرو خلکو په مرستې سره (چې دا د دې لامل کېږي چې کس بیا بل ګيتار هم واخلي) فېنډر د (فېنډر پلې) پروګرام هم تېر کال پیل کړ.

دا د ګيتار د زدکړې پر ليکه درسونه دي چې اوس يې له ۷۰۰۰۰ ډېر کسان کاروي.

ښاغلی موني چې اوس ډېر بوخت نه وي د ګيتار له مخکښانو لکه ټام مورېلو او جېم روټ سره وخت تېروي.

د انځور حقوق Fender
Image caption موني غواړي چې د وی ګیتار زدکړو کې ډېر کسان برخه واخلي.