ازبکستان د سیلانیانو جذبولو نوې هڅې کوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازبکستان کې د سیلانیانو جذبولو نوې هڅې

پرانيستې دروازې، ګورو چې ازبکستان له کلونو ګوښيتوب وروسته څنګه د بهرنيو سيلانيانو ورجلبولو زيار باسي.

ازبکستان د سيلانی او ګرځندوی نه، ډېر کله له بشري حقونو د سرغړونو له امله تر څار لاندې وي، او تر دې نژدې وخته همداسې ادعاوې ورسره تړلې وې.

خو اوس يې د منځنۍ اسيا دا هېواد د بدلون زيار باسي.

بي بي سي ډېره کمه توانېدلې، چې تېره يوه لسيزه کې د دغه هېواد له دننه راپور ورکړي، خو اوس ورلل شوې وه، چې وګوري دغه هېواد څنګه د سيلانيانو په ورجلبولو کار کوي.