د اندونیزیا د زلزلې څرنګوالي ته کتنه
د اندونیزیا د زلزلې څرنګوالي ته کتنه
اندونيزيا کې د دوو ورځو مخکې څونامي کې د ژونديو لټون روان دی، داسې حال کې چې د اورشيندي نورو بړاسونو د لا ډېرو مرګونو سمندري څپو وېره پارولې.
اندونيزيا کې د ژغورنې کارکوونکي د شنبې خالي ورځې څونامي له پېښې وروسته، چې د جاوا او سوماترا پر ځينو برخو یې ګوزار کړی، د ژونديو پاتې شوو لټون کوي.
وروستۍ شمېرې ښيي چې ۳۷۳ کسان په دغه څونامي کې وژل شوي دي.
کارپوهان باور کوي، دا د اناک کراکاټووا ټاپو کې د اورشيندي زورور فعاليتونه وو، نه زلزله، چې څونامي یې پارولې ده.