نواز شریف یو ځل بیا په ۷ کاله بند محکوم شو

شریف د انځور حقوق Getty Images
Image caption نواز شریف ته د ۷ کاله بند سزا اورول شوې

د پاکستان د احتساب یوې محکمې د دې هېواد پخواني لومړي وزیر نواز شریف ته د فساد په یوه قضیه کې د ۷ کاله بند سزا اورولې ده او شاوخوا څلور ملیارده روپۍ یې جریمه کړی هم دی. عدالت همدا راز حکم کړی دی چې د ښاغلي شریف ټولې شتمنۍ او ملکیتونه دې هم ضبط شي.

د "العزیزیه سټیل مېلز" په نامه په دې قضیه کې تور و چې د اوسپنې د فابریکو په ګډون یې خپله ټوله شتمني په شفافه توګه نه ده اعلان کړې او په دې توګه یې له مالیې ورکولو ځان ژغورلی دی.

په همدې قضیه کې پر نوموړي دویم تور دا و چې ناقانونه پانګونې یې کړې دي، خو محکمې هغه له دې دویم توره بري اعلان کړی.

د پخواني لومړي وزیر پر ضد دا وروستۍ قضیه د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر میاشت کې پرانیستل شوې وه، او محکمې خپله پرېکړه د روانې دسمبر میاشتې پر ۱۹مه نېټه خوندي کړې وه، چې نن اعلان شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محکمې د ښاغلي شریف د شتمنیو د ضبطولو امر هم کړی دی

محکمې په نننۍ پرېکړه کې د ښاغلي شریف د دواړو زامنو، حسن نواز او حسین نواز د نیولو امر هم کړی، خو هغوی دواړه اوسمهال له پاکستانه بهر دي.

له اسلام اباده وروستي رپوټونه وایي، د محکمې تر پرېکړې وروسته نواز شریف د لاهور کوټ لکپت زندان ته لېږدول شوی.

نوموړي له عدالته هیله کړې وه چې د راولپنډۍ پر ځای دې د لاهور زندان ته واستول شي.

هېره دې نه وي چې د پاکستان د احتساب محکمې همدا روان کال له هېواده بهر د ناقانونه شتمنو په تور ښاغلی شریف په ۱۱ کاله بند محکوم کړی و.

په هغه قضیه کې د نوموړي لور مریم نواز ته هم د ۸ کاله بند سزا اورول شوې وه.

خو وروسته د اسلام اباد عالي محکمې هغه پرېکړه را وګرځوله او ښاغلی شریف له زندانه خوشې شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مریم نواز پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د عمران خان حکومت له نواز شریف وېره لري

د نواز شریف لور مریم نواز د محکمې د نننۍ پرېکړې په غبرګون کې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، اوسنی حکومت د نواز شریف له وېرې خوب نشي کولی.

نوموړې زیاته کړې ده، پلار ته یې بیا بیا سزا اورول شوې خو نوموړی ثابت قدمه پاتې شوی.

اغلې مریم اوسني حکومت ته د خبرداري په توګه ویلي چې ورځې یې لږې پاتې دي.

د نوازشریف د ګوند ملګری او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي وايي، دغه سزا به يې هم په تېر په څېر لوړې محکمې وځنډوي، ځکه چې دده په خبره احتساب محکمې انصاف نه دی کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې نواز شریف د بېلابېلو تورونو له کبله له واکه ګوښه کېږي او زندان ته ځي، خو پاکستان کې ځیني شنونکي په دې باور دي چې د دې تورونو او پرېکړو تر شا د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاس دی.

ورته مطالب