ولې هر کال تر نجونو ډېر هلکان زېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ په کچه د نجونو پرتله هلکان یو څه ډېر زېږي

په انګلنډ او وېلز کې هر کال د نجونو پرتله ډېر هلکان زيږي. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۷ کال کې په انګلنډ او وېلز کې ۳۴۸۰۷۱ ماشومان زيږېدلي او ۳۳۱۰۳۵ ماشومانې زېږېدلې چې نږدې ۱۷۰۰۰ توپیر پکې دی. خو لامل يې څه دی؟

دا توپیر تقریبا په ټوله نړۍ کې همداسې دی. د چين او هند په څېر هېوادونو کې دا توپیر یو څه ډېر دی، ځکه هلته نارينه ډېر غوښتل کېږي. دا تناسب له نږدې ۱۷مې پېړۍ راهیسې روان دی.

خو دا توپیر او تناسب ولې شته؟ په دې اړه تر اوسه روښانه معلومات نشته. که څه هم یو شمېر تیوري ګانې شته دي.

لومړنۍ تیوري د تکامل ده چې وايي په لوی او پاخه عمر کې د نارینه او ښځینه تر منځ د برابر شمېر لپاره په کار ده چې نارینه په یو څه زیات شمېر زيږېدلي وي.

دا ځکه چې نارینه خطرناک دی. نارینه په ماشومتوب او نورو مراحلو کې د ښځینه و پرتله ډېر مړه کېږي - څه له ټکرونو، نورو خطرونو، ځان وژنو او یا هم له روغتيايي ستونزو.

نو دا تيوري وايي چې د دې لپاره چې په وروستي عمر کې د ښځینه و او نارینه و شمېر برابر وي، د ژوند په لومړیو کې ډېر نارینه په کار دي.

ماشومان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تکامل تیوري وایي، نارینه په وروستي عمر کې ژر مړه کېږي، نو ځکه یې پیل کې شمېر ډېر وي

د انګلستان د ملي احصايې شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې د پاخه عمر لرونکو ښځو شمېر تل له پاخه عمر لرونکو نارينه وو ډېر دی او ډېر عمر هم کوي.

دویمه تیوري له سپرم او وخت سره تړلې ده. ډېر لاملونه شته چې دا معلومولی شي چې ایا د نارینه سپرم، چې Y کروموزوم دی، یا هم ښځینه سپرم، چې X کروموزوم دی، لومړی د ښځې هګۍ القاع کوي.

په دې کې د مور او پلار عمرونه، د مېرمنې د د میاشتني عادت پړاو، د رواني فشار کچه، پرهېز او جنسي حالت رول لري.

یوه مشهوره تیوري دا ده چې د نجلۍ د لرلو امکان هغه وخت هم زیاتېږي چې د مېرمنې له میاشتني څو ورځې وړاندې کورواله وشي او بیا ترې ډډه وشي.

په دې ډول ښځینه سپرم چې ډېر ژوند کوي خو له نارینه سپرم څخه ارام حرکت کوي خپل نور سيالان رالاندې کوي.

بالعکس که د میاشتني عادت مهال ته نژدې یا ترې وروسته کورواله وشي ښه سپرمونه هګۍ ته ځانونه رسوي او نارینه توليدېږي.

میندې او پلرونه ښايي ورته تکنيکونه کاروي، خو پوهان وايي لږ داسې اسناد شته چې دا موارد څه تغیر راوستی شي.

ماشومان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځينې څېړنې وایي چې سپرم هم په دې چاره کې مهم رول لري

څېړنې دا هم وايي چې د مور او پلار رواني فشار یا ذهني نارامتیا هم د ډېرو نجونو زيږېدو ته لاره هوارولی شي، په داسې حال کې چې په جنګي حالاتو کې بیا د نارینه ماشومانو د ډېرېدو احتمال وي.

په رحم کې اوسېدا

که د میندو او پلرونو پلان د زیږېدونکو ماشومانو په جنسیت اغېزه نلري نو بیا د مېندوارۍ پر مهال څه پېښېږي.

که نارینه او ښځینه سپرمونه هم په برابر ډول تولېديږي نو بیا د دې احتمال دی چې ښځینه جنین د کوم بل دليل له مخې لږ او نارینه جنین ډېر وده کوي.

يو شمېر څېړنې ښيي د حمل په لومړیو وختو کې په رحم کې د سپرم د ورکېدو ډېر احتمال شته، خو نورې څېړنې ښيي چې نارینه جنین د حمل یا مېندوارۍ په وروستیو پړاوونو کې ډېر نازک وي او د نقصان کېدو وېره يې ډېره وي.

څېړونکي وايي دا سخته ده روښانه شي چې په حقیقت کې څه کېږي او دلیل يې څه دی؟

هغه څه چې موږ پوهېږو دا دي چې نارینه جنین ډېره وده کوي او نارینه ماشومان ډېر زيږي.

ورته مطالب