"د اماراتو 'لادرکه' شهزادګۍ ژوندۍ ده"
په اعلامیه کې ویل شوي، دې لړ کې 'ناسمو او بې بنسټه تورونو' ته ځواب ویل شوی دی.
د متحده عربي اماراتو د هغې عرب شهزادګۍ تصویرونه خپاره شوي، چې ګومان کېده بې درکه شوې ده. مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو، چې د دبۍ حاکم لور شیخې لطیفې مارچ میاشت کې له هېواده د تښتېدو هڅه کړې وه.
خو متحدو عربي اماراتو دغه رپوټونه رد کړي او وايي، شهزادګۍ له خپلې کورنۍ سره په کور کې اوسېده.
له دغو رپوټونو وروسته د بشري حقونو ادارو اندېښنه څرګنده کړه او د متحده عربي اماراتو له چارواکو یې وغوښتل ثابته کړي چې شهزادګۍ خوندي ده.
د دوشنبې پر ورځ د متحدو عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي کمشنرۍ د ځانګړو قضیو څانګې ته یې د شیخه لطیفه په تړاو رسمي معلومات لېږلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، دې لړ کې 'ناسمو او بې بنسټه ' تورونو ته ځواب ویل شوی دی.
په یوه خپاره شوي تصویر کې چې ادعا کېږي د دسمبر پر ۱۵ مه دبۍ کې اخیستل شوی دی، شیخه لطیفه د ملګرو ملتونو بشري حقونو له عالي کمشنرې او د ایرلنډ له پخوانۍ ولسمشرې ماري رابنسن سره یو ځای لیدله کېږي.
تصویر سره ویل شوي، دا تصویر د دوی په خوښه اخیستل شوی، چې دوی یو ماسپښین یو ځای تېر کړ:
''دبۍ ته د ماري رابنسن د سفر پر مهال هغې ته ډاډ ورکړل شو، چې شهزادګۍ لطیفه ته هغه پاملرنه ورکول کېږي، چې اړتیا ورته لري. ''
ملګرو ملتونو تر اوسه د دې اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.
مخکې ویل کېدل شیخې لطیفې له هېواده بهر د ازاد ژوند تېرولو لپاره له هېواده د تېښتې هڅه کړې وه او یوه پخواني فرانسوي جاسوس هیروي جوبریت له دغې ۳۳ کلنې شهزادګۍ سره تېښته کې مرسته کوله.
پخوانی فرانسوی جاسوس چې لطیفې ته یې د تېښتې لار برابره کړې وه.
د رپوټونو له مخې هغه کښتۍ چې شهزادګۍ پکې سفر کاوه د هند ساحل ته نژدې یې مخه نیول شوې وه.
ښاغلي جوبیرت تور پورې کړی و، چې داسې حال کې چې هغې غوښتل بهر پناه واخلي، د اماراتو ځانګړو ځواکونو کسانو د سمندر په منځ کې له کښتۍ شهزادګۍ له هغه ځایه په زور یوه چورلکه کې هېواد ته لېږدول شوې وه.