اسرئیلو د سوریې پر پلازمېنه دمشق هوایي برید کړی

برید د انځور حقوق Reuters
Image caption د سې شنبې په ورځ ناوخته د سوريې رسنیو هغه تصویر خپور کړ چې پکې یو څیز د دمشق پر آسمان شنډېږي.

تېره شپه د سوريې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي، چې د سوريې پوځ وايي په یوه وسله کوټ د اسراییل د هوايي بریدونو له امله وو.

د سوريې د پوځ یوه چارواکي د سوريې دولتي رسنیو ته ویلي دغه بريد په یوه وسله کوټ شوی چې درې سرتېري یې ټپیان کړي دي.

سوريې ویلي د اسراییل د دې برید ډېری توغندي يې شنډ کړي هم دي.

اسراییل لا دغه برید نه دی تایید کړی، خو وايي د سوريې د توغندي شنډولو لپاره یې خپل هوايي ډال سیستم فعال کړی و.

د اسراییل پوځ وايي چې هلته نه مرګ ژوبله اوښتې نه کوم څه ته زیان اوښتی.

سوریه: پر ټيفور هوايي ډګر د اسراییلي الوتکو د برید مخه نیول شوې

له سوریې د امریکا وتل؛ مسکو خوشال، واشنګټن اندېښمن

د سې شنبې په ورځ ناوخته د سوريې رسنیو هغه تصویر خپور کړ چې پکې یو څیز د دمشق پر اسمان شنډېږي.

له هغه وروسته درنه چاودنه اورېدل کېږي او وروسته د درنو وسلو ډزې کېږي.

د اسراییل دفاعي ځواک لا هم د دې هوايي بريدونو په تړاو تبصره نه ده کړې.

د غه ځواک وروسته په یوه ټویټ کې ليکلي چې د دوی دفاعي هوايي ډال " له سوريې د الوتکې ضد توغندي د ورتوغېدو په ځواب کې فعال شوی و".

د انځور حقوق Reuters
Image caption اسرائیل دا بريد پر داسې مهال کړی چې تېره اونۍ امريکا له سوريې د خپلو ځواکونو وتل اعلان کړل

اسراییل بیا بیا په سوريه کې د حزب الله او ایرانيانو اهداف په نښه کړي، هغه څه چې دوی يې خپل امنیت ته ګواښ ګڼي.

اسرایيل لا د مخه د ورته بریدونو په کولو اعتراف کړی.

خو تېره مې میاشت اسراییل وویل چې په سوريه کې يې د ایران ټول پوځي تاسیسات په نښه کړي او وران کړي دي.

دوی ویل چې دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې له پیله د دوی تر ټولو ستر برید و.

دغه برید په ګولان غونډیو کې د شپې له خوا د اسراییل پر پوځي پوستو له توغېدلو توغنديو وروسته شوی و.

ورته مطالب