د مېړه له مړینې ساعتونه وروسته مېرمن هم 'له غمه' ومړه
د جاسون فرانسس او الیس رابنسون کورنیو لپاره تر اوسه ۲۹ زره اسټرالیايي ډالره بسپنه شوې
د هغه مېړه او مېرمنې د کورنیو لپاره زرګونه پاونډه بسپنه ټوله شوې، چې څو ساعتونو کې یو په بل پسې مړه شول.
۲۹ کلن برتانوی فوټبال او رګبي لوبغاړی جېسن فرانسس چې د اسټرالیا پرت کې اوسېده، کور ته نژدې له یوه ګاډي سره د ټکر له کبله ومړ.
رپوټونو کې ویل شوي، د ده له مړینې څو ساعته وروسته یې د (غم) له کبله د مېرمنې الیس رابنسن زړه ودرېد او په کور کې مړه وموندل شوه.
ښاغلی فرانسس له ملګرو سره سیل ته تللی او کور ته د ستنېدو پر مهال یې ټکسي کرایه کړې وه.
وروسته پولیسو د یوې ښځې مړینه هم تایید کړه او ویې ویل، د ناڅاپې مړینې په اړه یې رپوټ چمتو کوي.
د ځايي رګبي لوبې کلب چې فرانسس یې سږ کال غړیتوب تر لاسه کړی و، وویل:
''دوی دواړه ښه انسانان وو او زموږ په کلب کې به یې یادونه تل پاتې وي. ''
د دغې جوړې کورنیو لپاره تر اوسه له ۲۹ زره اسټرالیايي ډالرو ډېره بسپنه ټوله شوې ده.
د ځايي فوټبال لوبډلو لوبغاړو او لوبډلمشرانو هم دغې جوړې ته درناوی وړاندې کړی دی.