د برتانیا کورنیو چارو وزیر: پر ماشومانو ډېری تېري کوونکي پاکستاني نژاد دي

برتانیا د انځور حقوق SOUTH YORKSHIRE POLICE

د برتانیا پاکستان نژاد کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید برتانیا کې له ماشومانو سره په ډله ییزه توګه د جنسي زور زیاتي کوونکو د 'شخصیت او حالت' جاج اخیستو امر کړی دی.

نوموړی وايي، که دې لړ کې د ملیت موضوع له پامه وغورځول شي، سخت دریځي به زړور شي.

د انځور حقوق PA

ښاغلی جاوید وايي:

''کله چې په ډله ییزه توګه له ماشومانو سره د جنسي زور زیاتي خبره کېږي، نو دا بالکل څرګنده موضوع ده. که څوک غواړي معلومات وکړي، دا وروستیو کې دې مشهورې قضیې وګوري، چې ډېر هغه کسان پکې شامل دي چې پاکستاني نژاد دي.' '

د سږ کال په لومړیو کې پر ښاغلي جاوید له دې کبله نیوکې شوې وې، چې یوه ټویټر پیغام کې یې پر ماشومانو د 'جنسي تېري کوونکو ذهني ناروغو اسیایانو' یادونه کړې وه.

اوس د بي بي سي له راډیو ۴ سره خبرو کې نوموړي د خپلو څرګندونو دفاع کړې.

نوموړی وايي، دی غواړي چې له ماشومانو سره د جنسي زیاتي کونکو په تړاو څېړنه کې باید هېڅ پټ پاتې نه شي.

له هغه وپوښتل شول ایا فکر یې نه کاوه، چې دغسې پیغامونو سره به کرکه ډېره شي، هغه وايي، دی پوهېږي چې سیاستوال د ژبې له پلوه احتیاط کوي. ښاغلی جاوید وايي:

''زما لپاره دا سمه خبره نه ده، چې یوه موضوع حساسه وبولو او خبرې پرې و نه شي. که زه ورته پام و نه وکړم او یا نور ووینم چې دغسې موضوغات له پامه غورځوي، دا به داسې څه وي، چې سخت دریځي غواړي دغه هېواد کې یې وویني. دې سره به دوی زړور شي او زه به دوی ته داسې اجازه ور نه کړم.''

له ساجد جاویده پوښتنه وشوه چې د دوه ګوني تابعیت لرونکي کسان چې جنسي تېري یې کړی، که د برتانوي تابعیت له اخیستل کېدو وروسته پاکستان ته واستول شي، خو هلته د داسې کسانو نوملړ نه ساتل کېږي، نوموړي وویل:

''د داسې پرېکړو لپاره 'لوړ معیار' ټاکل شوی دی، چې معمولاً د ترهګرۍ قضیو لپاره اخیستل کېږي.''

ښاغلی جاوید وايي:

''زه د برتانیا کورنیو چارو وزیر یم او دنده مې د برتانویانو خوندیتوب دی، زه باید داسې څه وکړم چې د برتانویانو خوندیتوب لپاره اړین وي، همدا مې لومړیتوب دی."

ورته مطالب